حزب الله د لبنان په جنوب کې په نښتو کې د  ۱۷ اسرائیلي پوځیان وژلو نه خبر ورکړی دی.

د حزب الله په خپور  شوي بیان کې ویل شوي چې "عملیاتي خونې د باوري ساحوي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په نښتو کې ۱۷ اسرائیلي سرتیري وژل شوي دي."

2194557

د اسرایلو پوځ اعلان وکړ چې د سپټمبر له ۳۰مې راهیسې په لبنان کې د ځمکنیو بریدونو له پیل راهیسې د دوی ۹ پوځیان وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ راپور ورکړی چې د سپټمبر په ۳۰ یې د لبنان په سویل کې د حزب الله د تاسیساتو په وړاندې محدود او شدید ځمکني بریدونه پیل کړل.

د اسرائیلو پوځ چې د اکتوبر له اتمې نیټې راهیسې له حزب الله سره په کنټرول کې نښتې روانې کړې وې، د سپټمبر په ۱۷-۱۸ د حزب الله له خوا کاریدونکو ارتباطي دستګاګانو  او مخابرو په چولو سره حزب الله ته ستر ګوزار ورکړ. د سپټمبر په ۲۳مه یې د لبنان پر جنوبي ښارونو او بیکا او بعلبیک سیمو سلګونه هوايي بریدونه وکړل.

د لبنان د چارواکو په وینا، د سپټمبر له ۱۷ راهیسې د حزب الله د ارتباطي وسایلو د چاودیدو راهیسې د ۱۰۴ ماشومانو او ۱۹۴ میرمنو په ګډون ۱۳۷۴ کسان وژل شوي دي.

همداشان اسرائیلو د سپټمبر په ۲۷ مه په بیروت کې د حزب الله د ډلې په مرکزي دفتر د برید سره ددې ډلې د مشر حسن نصرالله په ګډون ګڼشمیر چارواکي ووژل.

اړوند خبرونه