په لبنان کې د حزب الله د ډلې په مخابرو کې د هممهاله چاودنو له امله په زرګونو تنه ټپیان شوي‌ دي

په لبنان کې د حزب الله د غړیو لخوا په کاریدونکو مخابرو کې د هممهاله چاودنو له امله لږ تر لږه ۴۰۰۰ تنه ټپیان او ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

2188429
په لبنان کې د حزب الله د ډلې په مخابرو کې د هممهاله چاودنو له امله په زرګونو تنه ټپیان شوي‌ دي

په لبنان کې د حزب الله د غړیو لخوا په کاریدونکو مخابرو کې د هممهاله چاودنو له امله لږ تر لږه ۴۰۰۰ تنه ټپیان او ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پرون په لبنان او سوریه کې د حزب الله ډلې د غړیو لخوا استفاده کیدونکو مخابرو کې په پرله پسې ډول چاودنې رامنخته شوې.

ویل کیږي‌ ډیری کسان د لاسونو ، سترګو، خیټې او خپو له ناحیو نه ټپیان شوي‌ دي.

حزب الله ډلې ددې چاودنه پړه پر اسرائیلو اچولې ده .

ویل کیږي‌ د ټپیانو په منځ کې په لبنان کې د ایران سفیر مجتبی امانی هم شتون لري. ویل کیږي‌ سفیر سترګو او لاسونو زیان لیدلی دی.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې  اسرائیلو  د حزب الله  یو قومندان د ګرځنډه زیرک ټیلیفون له لارې تعقیب او وژلی وو. ددې پیښې نه وروسته د حزب الله مشر حسن نصر الله په خپلې یوې تلویزیوني‌ وینا کې خپلو پلویانو ته وویل چې ګرځنده زیرک ټيلیفونونه د اسرائیلي‌ جاسوسانو نه خطرناکه دي.

هغه له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې د زیرک ټيلیلفونونو نه استفاده بنده کړي‌ یا خپل ټيلیفونونه مات کړي‌ او له منځه يي یوسي‌ او یا يي بند ځای کې وساتي.

وروسته حزب الله د خپلو غړیو ترمنځه د ارتباطاتو د ټینګولو پر موخه پر هغوې د ټایوان نه اخیستې یوه ډول مخابرې وویشلې.

د رویټرز خبري‌ اژانس د لبنان د یو امنیتي‌ چارواکي‌ او یوې بلې سرچینې له قوله لیکلي‌ دي‌ چې د اسرائیلو استخباراتو موساد نوموړو مخابرو ته مخکې ددې چې حزب الله ورسیږي‌ لار موندلې وه. اسرائیلي‌ استخباراتو موساد په هره مخابره کې ۲۰ ګرامه چاودیدونکي‌ توکي‌ ځای په ځای کړي وو.

ویل کیږي‌ موساد پدې مخابرو کې داسې چاودیدونکي‌ توکي‌ ځای په ځای کړي‌ وو چې تثبیت يي ګرانه خبره وه.

ویل کیږي‌ د حزب الله د غړیو سره ۳۰۰۰ مخابرو کې چاودنه رامنځته شوې ده .

حزب الله ډلې دا مخابرې د تایوان د ګولډ اپولو په نامه د یو مخابراتي‌ شرکت نه اخیستې وې.

د بله پلوه ددې شرکت رئیس چینګ کانګ ویلي‌ دي چې دا مخابرې ددوې لخوا نه بلکې په اروپا کې ددوې د شرکت د نوم نه په استفادې سره  تولید شوي‌ دي.

د ویلو ده چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې د نږدې ۴۰۰۰ تنو د ټپي‌ کیدو نه خبر ورکړ شوی دی چې نږدې ۱۰۰۰ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.



اړوند خبرونه