حوثیانو د امریکا یوه بله په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکه وویشتله
په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثيانو د دغه هېواد په شمال کې د ذمار په ښار کې د امریکا د یوې بلې په وسلو سمبالې بې پیلوټه الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.
2187739
په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثيانو د دغه هېواد په شمال کې د ذمار په ښار کې د امریکا د یوې بلې په وسلو سمبالې بې پیلوټه الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.
د حوثيانو د پوځ ویاند یحیی سیري په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې دوی د امریکا د پوځ یوه MQ-9 ډوله په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکه د ذمار د ښار په اسمان کې وویشتله.
سیري وویل چې د امریکا نوموړې بې الوتکه چې د ذمار په ښار کې د عملیاتو لپاره راغلې وه ښار د حوثیانو د هوایی مدافعې سیسټم لخوا وویشتل شوه.
ویاند سیری وویل چې د غزې د تړانګې په ملاتړ د امریکا او اسرائیلو په وړاندې د جګړې په جریان کې تر اوسه پورې لس د MQ-9 ډوله بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي .