حماس : اسرائیل افریقايي کډوالو د اوسیدو د اجازې په بدل کې په غزه کې جنګوي
حماس ویلي دي چې د اسرائیلو لخوا افریقايي کډوالو ته د پناه ورکولو په بدل کې هغوې په غزه کې جنګول "د فلسطین مقاومت پر وړاندې د اسرائیل د اردو د سترې ماتې او ډیرو سختو ځاني زیانونو د لیدو ښکاره بیلګه ده"
حماس ویلي دي چې د اسرائیلو لخوا افریقايي کډوالو ته د پناه ورکولو په بدل کې هغوې په غزه کې جنګول "د فلسطین مقاومت پر وړاندې د اسرائیل د اردو د سترې ماتې او ډیرو سختو ځاني زیانونو د لیدو ښکاره بیلګه ده"
حماس په اسرائیلي رسنیو کې د هغو خبرونو په اړه یو بیان خپور کړی چې ویلي یې دي، اسراییلي پوځ افریقايي کډوال په غزه کې جګړې ته اړوي.
په بیان کې ټینګار شوی چې "د اسرائیلو لخوا په غزه کې د جګړې لپاره د افریقایي کډوالو څخه د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د منلو په بدل کې استفاده کول او هغوې حنګول په اصل کې د ژور اخلاقي بحران تصدیق کوي."
په بیان کې راغلي چې اسرائیل د کډوالو له وضعیت څخه په ناوړه استفادې سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او ویلي یې دي چې "اسرائیل هڅه کوي پدې ډول د فلسطیني مقاومت په وړاندې خپل لوی ځاني زیانونه جبران کړي."
په بیان کې له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتل شوي چې د اسرائيلو د هغو کړنو پر وړاندې چې له نړيوالو قوانينو او نړيوالو بشري قوانينو سرغړونه کوي، اقدامات وکړي.
هارتز ورځپاڼې لیکلي، چې اسرائیلو په "غزه کې د جګړې" په بدل کې د افریقايي کډوالو د کډوالۍ غوښتنلیکونه منلي دي.
په داسې حال کې چې اوس مهال په اسرائیلو کې شاوخوا ۳۰ زره افریقایي کډوال مېشت دي، چې ډېری یې ځوانان دي، ۳۵۰۰ تنه يي سوډاني اتباع دي چې د اسرائیلي مقاماتو لخوا ددوې د پناه غوښتنې رد شوي خو د د محکمې له خوا ورته موقتي اجازه ورکړل شوی.
پداسې حال کې چې ویل شوي چې ډیری مهاجرینو د اکتوبر له ۷ وروسته په داوطلبانه توګه د کرنې په کارونو او د ملکي قوماندې په مرکزونو کې کار پیل کړی. د یادونې وړ ده چې "د اسرائیلو اردو چارواکي پوهیدلي چې دوی کولی شي د دې مهاجرینو غوښتنې په هیواد کې د دایمي حیثیت ترلاسه کولو لپاره د هڅونې په توګه وکاروي. تر څو دوی په غزه کې جګړه وکړي.»
یو تن افریقایي کډوال چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي ویلي دي چې یو اسرائیلي چارواکي ورته ویلي چې "که هغه په غزه کې جګړه وکړي نو هغه په اسرائیل کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. هغه ویلي دي چې نوموړي اسرائیلي چارواکي ترینه د آی ډي کارت فوتوکاپي اخیستې او ورته ویلي دي چې د جګړې په ډګر کې د جنګیدو په بدل کې به ورته د اوسیدو اجازه ورکړي.