د حوثیانو او اسرائیلو لخوا یو بل ته متقابل ګواښونه

په یمن کې د حوثيانو مشر عبدالملک الحوثي ویلي چې د اسرائیلو پر ضد به د دوی بریدونه دوام ولري او په راتلونکي کې به د نن په پرتله لوی بریدونه وکړي.

2187527
د حوثیانو او اسرائیلو لخوا یو بل ته متقابل ګواښونه

په یمن کې د حوثيانو مشر عبدالملک الحوثي ویلي چې د اسرائیلو پر ضد به د دوی بریدونه دوام ولري او په راتلونکي کې به د نن په پرتله لوی بریدونه وکړي.

د حوثيانو اړوند "ال میسیر" ټلویزیوني چینل د عبدالملک الحوثي څرګندونې خپرې کړې.

حوثي ویلي، "د اسرائیلو پر ضد زموږ عملیات نن (پرون) د یوه داسې توغندي په وسیله ترسره شول چې ۲ زره ۴۰ کیلومتره واټن وهي او د دښمن دفاعي سیسټم په پرمختللې ټکنالوژۍ سره په شا تمبولی دی."

حوثي دې ته په اشارې سره چې د غزې د تړانګې محاصره او بریدونو د  دوام په صورت کې به پر  اسرائیلو ددوې  بریدونه  هم بدوام وکړي.  حوثي وویل: "موږ د جهاد او مقاومت له محور سره همغږي ته دوام ورکوو، انشاالله راتلونکی برید ددینه هم ډیر لوی وي."

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم په یمن کې حوثي یاغیانو ته ګواښ وکړ چې اسرائیلو د نوي هایپرسونیک بالیسټیک توغندیو سره برید کړی او ویلي یې دي: "هر هغه څوک چې زمونږ پر خاوره برید وکړي زمونږ د بریدونو نه به په امان کې پاتې نشي."

نتنیاهو وویل: "حوثي یاغیان باید تر دې دمه پوه شوي وي چې موږ به پر دوې ډیر دروند قیمت ادا کړو. "هغه څوک چې یادداشت ته اړتیا لري کولی شي د حدیده بندر څخه لیدنه وکړي."

نتنیاهو په دې باندې په ټینګار سره چې د اسرائیلو په شمالي پولو (لبنان) کې اوسنی وضعیت دوام نه کوي او په سیمه کې د ځواک انډول کې بدلون ته اړتیا ده. نتنیاهو وویل چې دوی به د سیمې د اوسیدونکو خپلو کورونو ته د بیرته راستنیدو لپاره "هرڅه وکړي".

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سری په خپل ویډیویي بیان کې چې د X ټولنیزې رسنۍ په پلیټ فارم کې خپور شوی اعلان وکړ چې دوی د نوي "هایپرسونیک" بالستیک توغندي سره په اسرائیلو نظامي برید ترسره کړي.

د اسرائیلو د پوځ د ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له یمن څخه توغول شوی بالستیک توغندی د دغه هېواد په مرکزي سیمه کې پر ځمکه ولګېد او د برید د خطر زنګونه له یوې نقطې څخه په  زیاتو سیمو کې غږول شوي دي.

له بلې خوا، د حماس غورځنګ ویلي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو لخوا د اسرائیلو په مرکزي برخو ویشتل شوی بالستیک توغندی "د اسرائیلو بریدونو ته طبیعي ځواب دی."



اړوند خبرونه