د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې آیسلینډ ته ۳ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د اروپا د فوټبال د ملي لیګ د ب ګروپ په دویمه لوبه کې آیسلینډ ته ۳ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د اروپا د فوټبال د ملي لیګ د ب ګروپ په دویمه لوبه کې آیسلینډ ته ۳ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې چې د تورکیې د ایزمیر ولایت په ګورسل اکسل لوبغالي کې ترسره شوه، د هیواد مشهور لوبغاړي کریم اق ترک اوغلو د لوبې په دویمه، ۵۲مه او ۸۸مه دقیقه کې زموږ د ملي لوبډلې په ګټه ګولونه ووهل. همداشان د آیسلنډ یواځنی ګول د لوبې په ۳۷مه دقیقه کې د پالسن له خوا ووهل شو.
د هیواد مشهور لوبغاړي کریم اق ترک اوغلو پدې سیالۍ کې د هیټریک سره په لوبه کې خپله نښه پریښوده.
په همدې حال کې د لوبې په ۵۸مه دقیقه کې کریم اق ترک اوغلو یو بل ګول هم وواهه خو ګول آف سائډ له امله ونه شمیرل شو.
که څه هم په پيل کې د یو څه مودې لپاره دا ګول د تورکیې په خانه کې د ګول په توګه ولیکل شو خو وروسته بیا د اف سائد له امله ونه شمیرل شو.
د هیواد ځوان او مشهور لوبغاړی اردا ګولر چې د ویلز پر وړاندې په تېره لوبه کې ټپي شوی و، د ۹۰ دقیقو لپاره په میدان پاتې شو.
د ریال ماډریډ ځوان ستوری د هغه د مرستې او پاسونو دواړو لپاره خورا ستاینه ترلاسه کړه ..
د ګروپ په بله لوبه کې ویلز مونټینیګرو ته ۲ د یو ۱ په مقابل کې ماته ورکړه.
د دې پایلې په تعقیب، زموږ ملي ټیم خپل نمرې ۴ ته پورته کړې او د ګول په توپیر سره د ویلز په وړاندې مشرتابه ته ورسید.
آیسلنډ ۳ نمرې درلودې او مونټینیګرو بې ګول پاتې شو.