تورکیې د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال د اتلولیو په سیالیو کې کوارټر فاینل ته لار پیدا کړه.
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د یورو ۲۰۲۴ لیګ د وروستي ۱۶ پړاو لوبه کې اتریش ته ۲ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

په کوارټر فاینل کې د تورکیې رقیب هالنډ دی.
په دې لوبه کې چې په لایپزیګ کې ترسره شوه، دواړه ګولونه د تورکیې د ملي لوبډلې لوبغالي مریخ دیمیرال لخوا ووهل شول. مریخ دیمیرال لومړی ګول د لوبې په لومړۍ دقیقه او دویم ګول بیا د لوبې په ۵۹مه دقیقه کې په وهلو سره د تورکیې ملي لوبډلې ته تاریخي بریا ور په برخه کړه. د اتریش لوبډلې یوازینی ګول د ګریګوریتش له خوا د لوبې په ۶۶مه دقیقه کې ووهل شو.
د دې پایلې سره، تورکیه په خپل تاریخ کې د دریم ځل لپاره د اروپا اتلولۍ کوارټر فاینل ته لاړ پیدا کړه.
اسماعیل یوکسیک، چې په ۴۲ دقیقه کې ژیړ کارت ترلاسه کړ، د جولای په ۶ مه په برلین کې د کوارټر فاینل لوبه کې به د هالنډ په وړاندې ونه لوبیږي.
د تورکیې د ملي لوبډلې روزونکي ونسینزو مونټیلا وویل "موږ تر وروستۍ شیبې پورې د لوبډلې روحیه منعکسه کړه، خوښ یم چې موږ په جرمني کې د تورکیې مینه وال او په ټوله نړۍ کې ترکان خوښ کړي وي. اوس به یې ولمانځو، خو د سبا نه په اعتبار سره به تمریناتو ته ستانه شو ، ځکه چې د هالنډ لوبه نږدې ده."