د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ایرو لیګ په سیالیو کې د چک جمهوریت ته ماتې ورکړه

د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ایرو لیګ ۲۰۲۴ په سیالیو کې په خپله دریمه لوبه د چک جمهوریت ته ۲ د ۱ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره وګټله.

2156439
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ایرو لیګ په سیالیو کې د چک جمهوریت ته ماتې ورکړه

د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ایرو لیګ ۲۰۲۴ په سیالیو کې په خپله دریمه لوبه د چک جمهوریت ته ۲ د ۱ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره وګټله.

د تورکیې د فوټبال  ملي ټیم د چک جمهوریت ته ۲ د ۱ پر وړاندې د  ماتې په ورکولو سره په ایف ګروپ خپله وروستۍ لوبه وګټله.

پدې ډول د تورکیې ملي لوبډلې وروستیو ۱۶ لوبډلو ته لار وموندله.

په دغه لوبه کې چې د هامبورګ په ولکسپارک لوبغالي کې ترسره شوه، د تورکیې له لوري  لومړی ګول هاکان چالخان اوغلو  په ۵۱مه دقیقه کې او دویم ګول بیا  جینک توسون لخوا د سیالۍ په وروستیو شیبو یا  ۹۰+۴مه دقیقه کې وواهه. همداشان  د چک جمهوریت ګول په ۶۶مه دقیقه کې د سوکیک له خوا ترسره شو.

ددې سیالۍ رومانیايي ریفري کوواکس، په ټوله لوبه کې ټولټال ۱۸ ژیړ کارتونه او ۲ سره  کارتونه صادر کړل.

په دې توګه، د چک جمهوریت او تورکیې لوبه د اروپا د اتلولۍ په تاریخ کې د ډیرو کارتونو سره د سیالۍ په توګه په تاریخ کې ثبت  شوه.

د ګروپ په بله لوبه کې ګرجستان  پرتګال ته ۲ د صفر پر وړاندې  ماتې ورکړه.

د دې پایلو په تعقیب، پرتګال د ۶ پوائنټونو سره، ګروپ بشپړ کړ، کوم چې مخکې یې د مشر په توګه تضمین کړی و.

زموږ ملي لوبډله د ۶ نمرو په لرلو سره دوهم مقام خپل کړ .

په داسې حال کې چې ګرجستان  د ۴ نمرو سره دریم ځای خپل کړ او بل پړاو ته لاړ، چک جمهوریت د ۱ نمرې سره ټورنمنټ څخه وداع وکړه.

زموږ ملي لوبډله چې په ګروپ کې دوهمه راغله، په وروستي ۱۶ پړاوونو کې به د سه شنبې په ورځ د جولای په ۲ مه په لایپزیګ کې له اتریش سره مخامخ شي.



اړوند خبرونه