تورکیې د ایرو لیګ په سیالیو کې ګرجستان ته ماتې ورکړه
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې په جرمني کې د ۲۰۲۴ کال د اروپا د اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) سیالیو په ترڅ کې خپله لومړنۍ سیالي په ډیر بریالیتوب سره وګټله.
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې په جرمني کې د ۲۰۲۴ کال د اروپا د اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) سیالیو په ترڅ کې خپله لومړنۍ سیالي په ډیر بریالیتوب سره وګټله.
د تورکیې ملي لوبډلې په ایف ګروپ کې خپله لومړنۍ سیالي د ګرجستان د ملي لوبډلې سره وکړه. د تورکیې ملي لوبډلې د ګرجستان ملي لوبډلې ته ۳ د ۱ په مقابل کې ماتې ورکړه.
د تورکیې لپاره لومړنی ګول د هیواد نامتو لوبغالي مرت مولدور وواهه. همداشان دویم ګول بیا اردا ګولر او دریم ګول کرم اق تورک اوغلو وواهه.
د ګرجستان لپاره د اتلولۍ په تاریخ کې لومړنی او یواځنی ګول جورجز میکاوتادز لخوا ووهل شول . د ویلو ده چې هغه د لومړي ځل لپاره د لیګ په سیالیو کې برخه اخلي .
اردا ګولر چې د تورکیې لپاره يي دویم ګول وواهه، د ملي لوبډلې په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې د اروپا په اتلولۍ کې یې ګول وواهه.
همداشان د اروپا د یورو لیګ د سیالیو په چوکاټ کې بیا پرتګال د چک جمهوریت ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ټيلیفون له لارې د فوټبال ملي لوبډلې ته چې د ۲۰۲۴ يورو په سياليو کې يې لومړۍ بريا خپله کړه، مبارکي وويله.
د ولسمشر اردوغان د هیواد ملي لوبډلې ته وویل چې "موږ ستاسې د لا زیاتو بریاوو تمه او انتظار باسو"، تخنیکي ټیم او لوبغاړو ژمنه وکړه چې "لا زیات بریالیتوبونه به ترلاسه کړي".
د تورکیې د فوټبال ملي لوبډله به په دې ګروپ کې په خپله دویمه لوبه کې د جون میاشتې په ۲۲ مه نیټه د شنبې په ورځ له پرتګال سره مخامخ شي.