ایران یو ځل بیا اروپايي هیوادونو ته مستقیم الوتنې پیلوي
ایران د ملکي هوایي چلند د ادارې مشر حسین پور فرزانه وویل چې د جنوري له ۳۱ مې څخه به اروپا ته الوتنې پیل شي.
2229889
ایران د ملکي هوایي چلند د ادارې مشر حسین پور فرزانه وویل چې د جنوري له ۳۱ مې څخه به اروپا ته الوتنې پیل شي.
د ایران د رسمي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې، حسین پورفرزانه په خپله خبري غونډه کې په دې اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه وویل "د اروپا الوتنې به د جنوري په ۳۱مه د تهران-پاریس الوتنې سره بیا پیل شي."
ایراني چارواکي وویل چې دغه سفر به د ایران ایر ټورز هوایي شرکت لخوا ترسره شي.
اروپایي اتحادیې د ایران لخوا د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له امله د اکتوبر په ۱۴مه د ایران په ځینو کسانو او سازمانونو د هوایي شرکتونو په ګډون، بندیزونه ولګول.
د ایران د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند جعفر یازرلو د دغو بندیزونو په اعلان څخه یوه ورځ وروسته وویل چې د ایراني هوایي شرکتونو الوتنې اروپایي هېوادونو ته لغوه شوې دي.