په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته

پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.

2216035
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره  د ۱۳۰ تنو نه واوښته

پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.

د خیبر پختونخوا ایالت مرکز پیښور ښار په ۲۱۸  کیلومترۍ کې پروت  د کرمې په  سیمه کي، د شیعه او سني قبیلو ترمنځ نښتې دوام لري.

د پاکستان د جیو نیوز د خبر له مخې د  افغانستان پولې ته نژدي د کرمې په سیمه کې  د دوو اونیو راهیسي په روانو قبیلوي جګړو کي د مړو شمیره له  ۱۳۰ تنو نه واوښته . همداشان پدې پیښو کې تر اوسه پورې ۱۸۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د تیرو ۱۲ ورځو راهیسې په سیمه کې  د تیلیفون او انترنت شبکو فعالیتونه د جدي خنډونو سره مخامخ دي . تعلیمي ادارې او دوکانونه ډیری وخت تړلي وي.

همداشان د نوموړو جګړو له امله  پیښور-پاړاچنار لاره هم ډیری وخت ترافیک پر مخ تړلي وي.  د ویلو ده چې په کرمه کې وخت نا وخته د شیعه او سوني ډلو ترمنځه نښتې کیږي خو وروستۍ نښتې د نوامبر په ۲۱ مه په کرمه کې د شیعه مساپرو پر موټرو د برید نه وروسته چې په نتیجه کې تر ۴۰ ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی پیل شوې.

پاکستان چې ۲۴۰ میلیونه نفوس لری ۱۵ سلنه نفوس يي شیعه ګان دي .



اړوند خبرونه