ایران په متحده عربي اماراتو کې د اسرائيلي خاخام ذوي کوګن د وژنې سره د تړاو ادعاوې رد کړې.

په ابوظبۍ کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې وویل "موږ په متحده عربي اماراتو کې د یو اسرائيلي خاخام په وژنه کې د لاس درلودو ادعا په کلکه ردوو."

2213292

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر او د بهرنیو چارو وزارت پرون سهار په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي و چې د اسرائیلي خاخام  کوګن جسد، چې د ۲۰۲۴ کال د نوامبر له ۲۱مې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې ورک و، موندل شوی دی.

د اسرائیلو د ملي امنیت شورا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی و چې له اړتیا پرته متحده عربي اماراتو ته سفر ونه کړي.

په خبرداري کې، په متحده عربي اماراتو کې میشتو اسرائیلي اتباعو ته ویل شوي و چې "د اسرائیلو او یهودي نفوس سره تړلو سوداګریزو مرکزونو، راټولیدو ځایونو او تفریحي ځایونو څخه لیدنه ونه کړي."

متحده عربي اماراتو هم پرون اعلان وکړ چې د پیښې په تړاو درې تورن کسان نیول شوي دي.

د اسرائیلو په رسنیو کې داسې ادعاوې شوې وې چې د دغه کس په وژنه کې ښایي تهران لاس ولري.

د اسوشیټډ پریس (AP) خبري اژانس هم راپور ورکړی و چې لویدیځ چارواکي باور لري چې ایران په متحده عربي اماراتو کې استخباراتي عملیات ترسره کوي.

اړوند خبرونه