پاکستان کې د څلورو ورځو راهیسې د روانو مذهبي نښتو له امله د مړو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوه.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د څلورو ورځو راهیسې د روانو مذهبي نښتو له امله د مړو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوه.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د څلورو ورځو راهیسې د روانو مذهبي نښتو له امله د مړو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شوه.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت له مرکز پېښور په ۲۱۸ کیلومترۍ کې پروت د کرمې په سیمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ وخت نا وخته نیښتې کیږي.
په دغه سیمه کې چې د افغانستان له پولې سره نږدې پرته ده، د څلور ورځې مخکې په شیعه ګانو د ترسره شوي برید نه وروسته په پیل شوو نښتو او نارامیو کې د مړو شمیره ۸۵ تنو ته لوړ شوی دی.
په سیمه کې د وروستیو کلونو تر ټولو خونړۍ شخړه روانه ده، چارواکي د ښکېلو خواوو او د سیمې د مشرانو سره په خبرو اترو کې دي چې تاوتریخوالی مخه ونیسي.
د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ښکېلو خواوو سره خبرې اترې او د شخړو د پای ته رسولو هڅې روانې دي.
په کرمه کې د نوامبر په ۲۱مه پنجشنبه د شیعه ګانو د مسافرو پر کاروان وسله والو برید وشو چې په کې لږ تر لږه ۴۲ کسان ووژل شول.
تر برید وروسته په سیمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ نښته پیل شوه.
په ۲۴۰ میلیونه نفوس لرونکي پاکستان کې شیعه ګان د هېواد شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.