د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو په یوه کان د وسله والو په برید کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د پولیسو چارواکو اعلان وکړ چې د دغه ایالت په دوکي سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان د وسله والو له خوا برید شوی دی.

چارواکي وايي، د لومړنیو پایلو له مخې په دغه برید کې ۲۰ کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ کان کیندونکي ټپیان شوي. ویل کیږي په برید کې راکټ او لاسي بمونه هم کارول شوي دي.
چارواکي خبر ورکوي، چې په وژل شويو کې افغان اتباع هم شامل دي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او زياته کړې يې ده، چې بريدګرو په کان کې يو شمېر ماشينونو ته اور اچولى .
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی. پولیسو د برید په اړه پراخه څیړنې پیل کړي دي.
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.