د پاکستان د کراچۍ ښار د جناح د هوايي ډګر ترڅیرمه پر چینايي  وګړو ځانمرګی برید شوی .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۲ تنه چینايي او یو تن پاکستاني وګړي ژوند د لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

2195383

ویل کیږي چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي تر ډیرو لرو پرتو سیمو اوریدل شوی دی.

د کراچۍ د پولیسو یو تن مشر اصف اعجاز شیخ خبري رسنیو ته ویلي دي چې د چاودنې نوعیت تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي څیرنې دوام لري.

د بله پلوه د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاالنجار رسنیو ته ویلي دي چې دا یو ځانمرګی برید وو چې د ځاني زیانونو ترڅنګ يي مالي زیانونه هم اړولي دي. هغه ویلي دي چې چاودنه د ملکي وګړو پر موټر شوې ده چې له امله يي یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د ژغورنې ډلو ویلي دي چې ددې چاودنې له امله ۷ موټرې، دوه ریکشاګانې، دوه موټر سایکلې او د پولیسو یو موټر سوځیدلي دي.

په پاکستان کې د چین سفارت پدې چاودنه کې د خپلو دوو تنو وګړو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

د چین سفارت ویلي دي چې پدې چاودنه کې یو تن چینايي وګړی ټپي شوی هم دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

اړوند خبرونه