د ایران ولسمشر وویل که چیرې اسرائیل پر ایران برید وکړي ددوې ځواب به لا سخت وي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل، چې دوی سوله غواړي، خو که اسرائیل ورته ځواب ورکړي، د دوی ځواب به لا سخت وي.

2194120
د ایران ولسمشر وویل که چیرې اسرائیل پر ایران برید وکړي ددوې ځواب به لا سخت وي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل، چې دوی سوله غواړي، خو که اسرائیل ورته ځواب ورکړي، د دوی ځواب به لا سخت وي.

مسعود پزشکیان چې د اسیا د همکارۍ ډیالوګ  په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی ، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره یې په ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

پزشکیان په سیمه کې د ایران د چلند په اړه وویل "موږ په بشپړه توګه د وینو تویولو مخالف یو. موږ تل ویلي موږ سوله غواړو، سوله غواړو. موږ په هیڅ هیواد کې وینه تویدنه نه غواړو، خو اسرائیل موږ مجبوروي چې دا کار وکړي."

پزشکیان د جولای په میاشت کې په پلازمینه تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژنې په اړه، وویل " اسرائیل زمونږ پر میلمه د ترهګریز برید د کولو سره مونږ دې ته اړ کړو چې د خپل مېلمه د غچ اخیستو په خاطر ځواب ووایو. دا کار ما د خپل لوړې په ماښام  وکړ.  دا هیڅ هیواد او هیڅ پلو لپاره د منلو وړ خبره نده. هیڅ سیمه د جګړې په سیوري کې پرمختګ یا سوکالي ترلاسه کولی نشي."

د ایران ولسمشر د اسرائیلو د غچ اخیستو احتمال ته په اشارې سره وویل "که اسرائیل غچ واخلي زموږ ځواب به لا  سخت وي."

پزشکیان په سیمه کې د اسرائیلو په اقداماتو او په دغه بهیر کې د لویدیځ په رول باندې په ټینګار سره وویل ، ایران تر اوسه پورې د اسرائیلو د تیریو د سیاستونو په وړاندې د سوله ایز دریځ د ساتلو هڅه کړې ده خو د اسرائیلو پارونکو اقداماتو قتل عام زیات کړی دی.

مسعود پزشکیان زیاته کړه چې ʺ  دوی وایي  چې  مونږ به بریدونه کوو خو تاسې غبرګون مه ښکاره کوۍ او که تاسو غبرګون ښکاره کړۍ  دا جګړه به نوره هم پراخه شي.

زه غواړم یو ځل بیا ووایم چې موږ خامخا د سولې پلوي یو. موږ نه غواړو چې دا کړکیچ زیات شي. موږ نه غواړو چې دا کړکېچ په ټوله سیمه کې خپور شي. زه غواړم لویدیځ باندې غږ وکړم: مهرباني وکړئ اسرائیل وباسئ، اسرائیل تاسو د دې سیمې په زړه کې ځای پرځای کړي. "تاسو هم په دې وینه تویدنه کې رول لوبوئ."



اړوند خبرونه