په پاکستان کې د دوو قومونو ترمنځ په نښه کې ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوو قومونو ترمنځ په نښتو کې چې د سپټمبر له ۲۰مې نیټې راهیسې روانې دي، لږ تر لږه ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوو قومونو ترمنځ په نښتو کې چې د سپټمبر له ۲۰مې نیټې راهیسې روانې دي، لږ تر لږه ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند سیف علي رسنیو ته په خپله وینا کې ویلي، دوی په سیمه کې د تاو تریخوالي او ځمکې د شخړې د هواري لپاره کار کوي.
علي وويل چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ٢٥ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او په لسګونو تنه ټپيان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ولسوالۍ کې د سپټمبر په شلمه د دوو قومونو تر منځ د ځمکې پر سر د اختلافاتو له امله جګړه پیل شوه. ویل کیږي دواړو خواوو پدې جګړه کې د درندو وسلو نه هم کار اخیستی دی. په نښتو کې تر اوسه پورې د ۲۵ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
همداشان دواړو قومونو ترمنځه مذهبي اختلافات هم شتون لري.
په پاکستان کې چې د ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، شیعه ګان د دغه هېواد نږدې ۱۵ سلنه جوړوي.
د جولای په میاشت کې د نوموړو قومونو ترمنځ مرګونې نښتې شوې وې.
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.