د تورکي موسیقۍ مشهور سندر غاړی فردي تایفور د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.
په تورکیه کې د عربسک سبک د موسیقۍ استاد او طلايي حنجرې لرونکي فردي تایفور، په انتالیا کې په هغه روغتون کې چې د درملنې لاندې وو وفات شو.

د هیواد د مشهور سندر غاړي فردي تایفور د مړینې د خبر د خپریدو سره سم د هغه په سلګونو تنه مینه وال په انتالیا ولایت کې د هغه روغتون په مخکې چې هغه پکې وفات شوی دی راټول شول.
ویل کیږي د فردي تایفور، جنازه به استانبول ته ولېږدول شي او سبا به د جنازې د لمانځه وروسته خاورو ته وسپارل شي.
د هیواد مشهور سندرغاړي فردي تایفور په دې وروستیو کلونو کې ځیني روغتیايي ستونزې درلودې.
فردي تایفور چې مخکې د مغزي سکتې له امله يي په مغزي رګ کې سټنټ ایښودل شوی و، په ۲۰۲۰ کال کې یې د خپل زوی پښتورګی هم ورته پیوند شوی و.
دې هنرمند چې په خپلې موسیقۍ سره یې د میلیونونو خلکو زړونه ګټلي وو، ۹ ځله د سرو زرو ډیسک جایزه ګټلې وه ، له ۳۰ څخه زیات البومونه یې جوړ کړي اوله ۳۰ څخه زیاتو فلمونو کې یې رول لوبولی دی.