د تورکیې ۲۵۰۰ کلنه تاریخي غاړکۍ چې امریکا ته قاچاق شوې وه بیرته تورکیې ته وسپارل شوه

د لیدیه امپراتورۍ  دورې اړوند  شاوخوا ۲۵۰۰ کلن د سرو زرو غاړکۍ چې له تورکیې څخه په قاچاقي ډول امریکا ته وړل شوې وه  او د څو کلونو لپاره د امریکا  د بوسټن په میوزیم کې نندارې ته ایښودل شوی و ، بیرته  تورکیې  ته وسپارل شو.

2183126
د تورکیې ۲۵۰۰ کلنه تاریخي غاړکۍ چې امریکا ته قاچاق شوې وه بیرته تورکیې ته وسپارل شوه
abd-2500 yillik kolye-Turkiye-2.jpg
abd-2500 yillik kolye-Turkiye-1.jpg
abd-2500 yillik kolye-Turkiye.jpg

د لیدیه امپراتورۍ  دورې اړوند  شاوخوا ۲۵۰۰ کلن د سرو زرو غاړکۍ چې له تورکیې څخه په قاچاقي ډول امریکا ته وړل شوې وه  او د څو کلونو لپاره د امریکا  د بوسټن په میوزیم کې نندارې ته ایښودل شوی و ، بیرته  تورکیې  ته وسپارل شو.

ویل کیږي د سرو زرو دا غاړکۍ په ۱۹۸۲ میلادي کال چې د مانیسا  ولایت له بینتپه لر  سیمې څخه امریکا ته قاچاق شوې وه، په بوسټن کې د تورکیې په قونسلګرۍ کې د د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې تورکي مقاماتو ته وسپارل شوه.

په  نیویارک کې د تورکیې  د کلتور او ترویج اتاشی هلال دیمیریل وویل غاړکۍ  چې ۲۰ سانتي اوږدوالی لري د انارو په شکل د سرو زرو او کارنیلین ډبرو څخه جوړه شوې ده.

دیمیریل وویل ، دا اثر د میلاد نه مخکې د شپږمې یا پنځمې پیړۍ پورې اړه لري او د لیدیه امپراتورۍ د هنر ځانګړتیاوې لري. دا اثار چې تر نن ورځې پورې په ښه توګه ساتل شوي، د مانیسا ولایت په تاریخي موزیم کې د بینتپه لر نیکروپولس سیمې نورو اثارو ته ورته دی .

دیمیرل د سیمې لپاره د سروزو د غاړکۍ تاریخي او کلتوري اهمیت ته په اشارې سره وویل: "د دې اثارو بیرته راستنیدل د لرغون پېژندنې د څیړنې د پرمختګ او زموږ د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کیږي."

د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی هم وویل  چې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۰ تاریخي اثار بیرته خپل اصلي ټاټوبي ځای ته راستانه شوي دي  او دا شمیر د "ددې تاریخي غاړکۍ" سره ۲۱ ته لوړ.


پيوندونه: #تورکیه

اړوند خبرونه