( ټي آر ټي ورلډ ) مستند فلم په امریکا کې د سروزور مډال ترلاسه کړ
د توركيې د ملي راډيو او ټلويزيون نړيوال نشراتي چينل ( ټي آر ټي ورلډ ) د آف دي گريډ مستند فلمونو لړۍ په امريكا كې كې د سرو زرو مډال ګټلى دى.
د توركيې د ملي راډيو او ټلويزيون نړيوال نشراتي چينل ( ټي آر ټي ورلډ ) د آف دي گريډ مستند فلمونو لړۍ په امريكا كې كې د سرو زرو مډال ګټلى دى.
په کینیا کې د وچکالۍ له امله د ځمکو ټق ټق چاودنو او د لمر له امله د مځکو سوځیدنې په میلیونونه خلک له لوږې سره مخ کړي دي.
پدې هیواد کې د منابعو لپاره د سیالۍ د ودې سره سم، شخړې هم زیاتیږي.
خلک په هغه هیواد کې د ژوند کولو لپاره مبارزه کوي چیرې چې سیندونه وچ شوي او کرنیز محصولات وده نشي کولی.
ټي آر ټي ورلډ یو ځانګړی مستند فلم جوړ کړی چې په کینیا کې د اقلیم بدلون او وچکالۍ ته پاملرنه کوي.
د نړۍ په کچه پیژندل شوی مستند فلم، د آف دی ګریډ مستند فلمونو لړۍ، د نیویارک تلویزیون او مستند فلمنو د جنشواره کې د سرو زرو مډال وګاټه.
په دې لړۍ کې شامل مستند فلم 'کینیا: د اوبو لپاره مبارزه' هم د "انساني اندیښنو" کټګورۍ کې جایزه ورکړل شوه.
د TRT Wold ټیم د مستند فلم د چمتو کولو په جریان کې د هیواد لرې پرتو کونجونو ته لاسرسی درلود.
د نیویارک فستیوال چې د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي په ټولو براعظمونو کې رامینځته شوي او په ټولو پلیټ فارمونو کې لیدل شوي نوښت لرونکي مینځپانګو ته جایزې ورکوي.
د ویلو ده چې پدې فیستیوال کې هر کال د نړۍ د ګوټ ګوټ نه په سلګونو فلمونه ګډون کوي.
هغه مواد چې په ټوله نړۍ کې بریالیتوب ترلاسه کوي د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونو سره نازول کیږي.