د توركيې ملي راډیو تلویزیون یوه بل ډیر مهم تاریخي سریال جوړ او نندارې ته وړاندې کړ.
تورکیې ملي راډيو ټلويزيون (TRT) دا ځل د استانبول د فاتح سلطان محمد خان د ژوند په اړه یوه تلویزیوني ډرامه جوړه او نندارې ته وړاندې کړه.
د توركيې ملي راډیو تلویزیون یوه بل ډیر مهم تاریخي سریال جوړ او نندارې ته وړاندې کړ.
تورکیې ملي راډيو ټلويزيون (TRT) دا ځل د استانبول د فاتح سلطان محمد خان د ژوند په اړه یوه تلویزیوني ډرامه جوړه او نندارې ته وړاندې کړه.
محمد د فتوحاتو سلطان په نامه د تاریخي سریال لومړنی قسمت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو. پدې مراسمو کې د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون هم ګډون کړی وو.
التون پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې دا تاریخي ډرامه به د ډرامو په برخه کې د تورکیې پیاوړی او قوي برانډ لا پسې پیاوړی او قوي کړي.
" محمد د فتوحاتو سلطان زمونږ نوې ډرامه به په نړۍواله کچه او ډګر کې د تورکیې برانډ لا پسې لوی کړي."
التون ټینګار وکړ چې دوی هیله لري چې دا پروژې د تورکیې مشهور کلتوري صنعت، کلتوري تجربې او نشراتي برخو سره جدي مرسته وکړي .
"د دې سریال موضوع د تمدن او د نړۍ د تاریخ په برخه کې د یو خورا حیاتي لوبغاړي پر بنسټ لاړه ده. دا سریال د فاتح سلطان محمد او د هغه لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د استانبول فتحې باندې تمرکز کوي او د دې لړۍ کیسه بیانوي. دا سریال په اصل کې مونږ دا ښايي چې فاتح سلطان محمد یو داسې واکمن و چې په عثماني امپراتورۍ کې دولت بنسټیز کړ او ټول عناصرو یې په یو دولت بدل کړ."
په تیرو دریو کلونو کې په نړيواله كچه د تورکیې د ډرامو تقاضا ۱۸۳ فيصده زياته شوې ده او نن ورځ په ټوله نړۍ كې نږدې يو ميليارد نندارچیان لري. التون وویل چې هغه پخپله هم د تورکيې د ملي راډیو تلویزیون ډرامې ننداره کوي.
"دا تولیدات زموږ هڅې دي چې د کلتوري استحصال، نړیوال امپریالیزم، او د کلتوري فساد د هڅو په وړاندې مقاومت وکړو."
د عامه اړیکو رئیس د دې په ټینګار سره چې دې پروژې په پلي کولو کې پراخه پانګونه او زیار شتون لري.
"زه د ددې تاریخي اثر په جوړولو کې برخه اخیستونکو خپلو ټولو همکارانو ته ، د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ته ، او د دې مهمې پروژې تولیدونکي ته، اداکار، ډایرکټر او د ټیم د عملې ټولو غړیو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او د ټولو نه مننه کوم."