د زرو کلونو لومړنۍ ربع
د زرو کلونو لومړنۍ ربع
تاریخ د ۲۰۰۹ کال د جنوري ۲۹ مه نیټه… د تورکیې او اسرائیل ترمنځ په هغه ورځ یوه بې ساری کړکیچ رامنځته شو. د تورکیې د هغه وخت لومړی وزیر او موجود ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سویس د داووس د نړیوال اقتصادي فورم په ترڅ کې، د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیل د هرې ورځې زیاتیدونکو وسله والو بریدونو له امله د اسرائیل ولسمشر شیمون پیریز سره سخت بحث وکړ. اردوغان د فلسطین په اړه د ځانګړي پینل مجري ډیوید ایګنیشس د اسرائیل پلوي چلند، د تل ابیب حکومت په اړه د نیوکو پر مهال د مداخلو د هڅو او د پیریز لخوا د تورکیې پر وړاندې د بې بڼسټه تورونو د پورې کولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
تاریخ ته د "یو مینټ کړکیچ" په توګه ثبت شوي بحث په ترڅ کې، لومړی وزیر اردوغان، د اسرائیل ولسمشر پیریز ته وویل، "ښاغلی پیریز، ستاسې غږ ډیر لوړ دی. زه پوهیږم چې ستاسې غږ دومره لوړیدل د یوه مجرم رواني حالت اړتیا ده. د وژلو په اړه، تاسو په وژنو ډیر ښه پوهیږئ! زه پوهیږم چې تاسو څنګه په ساحلونو کې په ماشومانو برید کړی، څنګه مو وژلي دي." اردوغان د خپرونې د مجري یا وړاندې کوونکې د مداخلې هڅو ته اجازه ورنکړه او د تورات یو حکم ته په اشارې سره چې پکې راغلي دي "وژنه مه کوئ" یادونه وکړه، او د ډیوید ایګنیشس د خبرو د بیا مداخلې په اړه يي ډیر سخت او د یو مینټ تند عکس العمل وښود. ولسمشر اردوغان د خپرونې د مجري په غبرګون کې وویل چې"زما لپاره داووس پایته ورسید. زما لپاره داووس ختم شو. زه نور داووس ته نه راځم" او غونډه یې پرېښوده. "یو مینټ کړکیچ" د تورکیې-اسرائیل اړیکې د اوږدې مودې لپاره تر ټولو ټیټې کچې ته د رارسولو لامل شو.
انګلستان د فرانسې د دوه ځله ویتو او ردولو نه وروسته، هغه وخت د "اروپایي اقتصادي ټولنې" په نوم، یادیدونکې د ننۍ اروپايي ټولنې په ۱۹۷۳ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ. انګلستان په ۲۰۱۶ کال کې د ترسره شوي ټولپوښتنې نه وروسته د اروپایي اتحادیې څخه د وتلو پریکړه وکړه. د انګلستان ۵۲ سلنه خلکو د اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو د پریکړې ملاتړ وکړ، چې "بریګزټ" په نوم یادیږي، او د وتلو پروسې لپاره د انتقال موده وټاکل شوه. د بریتانیا اړوند د سکاټلند او شمالي آیرلند اوسیدونکو په ټولپوښتنه کې د اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو د پریکړې یا بریکزټ سره مخالفت وکړ ، خو وویل چې د نورو پریکړې ته درناوی لري. د بریګزټ پروسې سره تړلي بوروکراتیک پروسې، ۲۰۲۰ کال د جنوري په ۳۱ مه نیټه بشپړې شوې او انګلستان د بروکسل حکومت سره په اقتصادي او مالي برخو کې د بعضو تړونونو نه وروسته د ټولنې نه جلا شو.
عراق کې د صدام حسین د واکمنۍ د ړنګیدو وروسته ۵۰ کاله وروسته لومړی ځل لپاره څو ګوندي عمومی ټاکنې د ۲۰۰۵ کال د جنورۍ په ۳۰ نیټه ترسره شوې. دا ټاکنې چې د امریکا متحده ایالتونو او د هغوی متحدینو لخوا د عراق د اشغال په ترڅ کې ترسره شوې ، سني رایه ورکوونکو تحریم کړې. پداسې حال کې چې شيعه عراقي وګړو د ټاکنو ملاتړ وکړ ، شیعه ګوندونه په نوي عراقي پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ. د عراق نوي اساسي قانون له مخې، کوردی سیاستوال جلال طالباني د هیواد نوی ولسمشر په توګه وټاکل شو.د شيعه اکثریت استازی ابراهیم الجعفري بیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، مګر د ټاکنو پایلو په هیواد کې نوې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړه. د ټاکنو وروسته جوړ شوي نوي حکومت او د امریکایي اشغال پر وړاندې وسله والې مبارزې ته مخه کړې ډلې، د بعث رژیم د دورې د پوځیانو او سني عراقيانو لخوا لا زیات ملاتړ ترلاسه کړ. په دې دوره کې، په بغداد کې او د هیواد په مختلفو ښارونو کې د شيعه ټولنې او د امریکا او متحدینو پر وړاندې مرګوني حملې زیاتې شوې. په ځانګړې توګه په سني میشتو سیمو لکه د هیواد په منځنۍ برخه کې د فَلوجَة او تَکریت په څیر ځایونو کې د کلونو لپاره وسله والې جګړې پیل شوې
د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د ۱۵ ورځني فضایي ماموریت څخه راستنیدونکی کلمبیا فضایي کښتۍ، د فضاء ته د ننوتلو وروسته په لنډ وخت کې د امریکا د ټیکساس ایالت پر سر ټوټې ټوټې شوه. په دې پیښه کې، په کښتۍ کې موجود ۷ فضانوردانو ژوند له لاسه ورکړ. "کلمبیا فاجعه" چې په تاریخ کې ثبت شوې، د ۱۹۸۶ کال د چلینجر فضایي کښتۍ د پیښې وروسته دویم فضایي کښتۍ پیښه ده.
په ۱۹۳۲ کال کې په بلجیم کې جوړه شوې د نړۍ د ښکلا په سیالۍ کې د تورکیې استازې کریمان خالص ایجه چې "د نړۍ ښکلا ملکې" په توګه ټاکل شوې وه ، د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۲۸ نېټه ژوند د لاسه ورکړ. ۱۹ کلنې د نړۍ ښکلا ملکې په توګه ټاکل شوي کریمان خالص ته، د "ملکه" معنی لرونکې "ایجه" تخلص، د سیالۍ له ترسره کیدو څخه دوه کاله وروسته د د تورکیې جمهوریت بڼسټ ایښودونکي او لومړني ولسمشر اتاترک لخوا په شخصي توګه ورکړل شو.