ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟
اماسیا، چې د ترکیې د دوهم تر ټولو لوی نهر یشیلارماک په غاړه جوړه شوې، د خپلو نهرونو، مڼو باغونو، غرونو، ډاګونو او جهيلونو سره د ډېرو ښکلاوو لرونکی ښار دی. دا هغه ښار هم دی چې کله په نړۍ کې د جغرافیې نوم واخیستل شي، لومړی کس چې ذهن ته راځي او د جغرافیهپوهانو پلار ګڼل کېږي، سترابون، په کې زېږېدلی او ژوند یې کړی دی. سترابون، چې د نړۍ لومړنی جغرافیهپوه او همدارنګه فیلسوف او تاریخپوه و، د میلاد څخه مخکې په ۶۴مه پېړۍ کې په اماسیا کې د یوې شتمنې کورنۍ د زوی په توګه نړۍ ته راغلی و. نن ورځ د ښار په مرکز کې د دې مشهور تاریخپوه او جغرافیهپوه مجسمه شتون لري.
اماسیا د اناتولیه له زړو مېشتو ځایونو څخه یو دی. د هېتیانو څخه پیل، دا ښار د بېلابېلو تمدنونو مرکز ګرځېدلی، او پېژندل شوی تر ټولو زوړ نوم یې، لکه څنګه چې ویل کېږي او تر نن پورې پرته له بدلون څخه راغلی، اماسیا دی. سترابون هم په خپل مشهور جغرافیه کتاب کې له اماسیا څخه د "اماسېیا" په توګه یادونه کوي. د سترابون په وینا، د اماسیا نوم له اماسیس څخه راځي، چې په دې ځای کې ژوند کوونکې د امازون ملکه وه.
که څه هم د اماسیا ښار د جوړېدو دقیق تاریخ په کره توګه معلوم نه دی ، خو اټکل کېږي چې مېشتېدنه یې تر هېتیانو دورې پورې غځېدلې او تر نن ورځې پورې د ۱۹ بېلابېلو دولتونو تر واکمنۍ لاندې راغلی دی. اماسیا، چې له میلاد څخه مخکې په ۲۸۱ کال کې جوړ شوي د پونتوس پاچاهۍ لپاره یې یوه موده پلازمېنتوب هم کړی، د پونتوس پاچاهانو پورې اړوند د پاچاهانو ډبرین قبرونه تر نن پورې رارسېدلي دي. دا قبرونه د اماسیا کلا په لمنو کې د اهاکو په ډبرو کې، لکه یوه سیده دېوال عمودي پورته ځي، په کېندلو سره جوړ شوي دي. که څه هم د یشیلارماک درې په اوږدو کې د ۲۱ لویو او وړو قبرونو شتون پېژندل شوی، خو یوازې څو یې تر ننه پورې رارسېدلي دي.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟