ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ په کچه د مشهور سراشپزانو یا شیفانو په منځ کې ترکي سراشپزان هم شتون لري؟
د نړۍ تر ټولو غوره ۵۰ رستورانتونو په منځ کې ځای لرونکی میکلا، چې په استانبول کې موقعیت لري، د سراشپزمحمد ګورس د "نوي اناتولیه پخلنځي" په توګه تعریف شوي مینو سره پام ځانته را اړوي. شیف محمد ګورس، چې په فنلند کې زېږېدلی او په سویډن کې لوی شوی، له اوږدو کلونو په امریکا کې کار کولو او د پخلنځي د زدهکړې وروسته، له ۱۹۹۶ کال څخه د استانبول خوړو کلتور ته یې نوې بډاینې ورزیاتې کړې دي.
ترکي سراشپزان یا شیفان یوازې په ترکیه کې نه، بلکې نړۍ ته هم خپل نومونه ورپېژندلي. علي ګونګورموش، چې د لسو کلونو په عمر له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډه شوی او اصلاً د تونجېلي ولایت دی، د مېشلین ستوري لرونکی لومړی ترکي سراشپز یا شیف لقب لري. علي ګونګورموش، چې پلار یې په جرمني کې د کارګر په توګه کار کاوه، د ځوانۍ په عمر کې د پخلنځي زدهکړو سره علاقه پېدا شوه او خپلې زدهکړې یې په لومړۍ درجه پای ته ورسولې، او په جرمني کې یې په ډېرو مېشلین ستوري لرونکو رستورانتونو کې کار وکړ. دا سراشپز، چې د ترکي کلتور او پخلنځي د سړک سر خوړو ته په زړ ورتیا سره په لوکس پخلنځیو کې ځای ورکړی، په ۲۷ کلنۍ کې د مدیترانې پخلنځي مفکورې سره خپل رستورانت پرانیست، او هلته یې د مېشلین ستوري لرونکی لومړی ترکي سراشپز لقب وګاټه.
په جرمني کې زېږېدلی او لوی شوی، ۳۵ کلن سراشپز سېرکان ګوزېلچوبان هم په نړۍ کې د مېشلین ستوری ترلاسه کوونکی دوهم ترکي سراشپز دی. ګوزېلچوبان ، چې د دنیزلي ولایت دی د خپلې مور د لاس د خوړو له نسخو څخه الهام اخلي، په خپل رستورانت کې د ګېسټرانومي او خوند ترڅنګ ټولنیز مسئولیت ته هم اهمیت ورکوي. د مشهور شیف په رستورانت کې، په پخلنځي او خدمت برخه کې د کارکوونکو لویه برخه له فزیکي او ذهني معلولیت لرونکو څخه جوړه ده.
د اسیا د تر ټولو غوره ۵۰ رستورانتونو په منځ کې په ۳۶م ځای کې راغلي د بانکوک په یوه رستورانت کې هم بیا یو ترکي سراشپز شتون لري. فاتح توتاک، چې د بولو ولایت د مېنګېن پخلی ښوونځي څخه فارغ شوی، د ختیځې اسیا د بېلابېل خوراکي کلتورونو په منځ کې د ترکي تاریخ څخه الهام اخیستی او په بشپړه توګه د ترکي-مدیترانې سبک مینو ته ځای ورکړی دی.
ترکي پخلنځي، د بډایه ډولونو او خوندونو ترڅنګ د روغتیايي او متوازن خوړو لپاره مناسب، آن د سابه خوړونکي (وېجیټریاڼ) پخلنځي لپاره هم سرچینه کېدونکي بېلګو سره هره ورځ لا ډېره علاقه ځانته راجلبوي او د خوښې وړ ګرځي.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟