د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې ʺ اردوغان: د اسرائیلو د نسل وژنې سیاست باید نور پای ته ورسېږيʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان په غزې د اسرائیلو د بریدونو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې وویل: پوره ۳۶۵ ورځې وړاندې زمونږ ۵۰ زره فلسطیني خویندې او وروڼه چې ډیری ښځې او ماشومان وو ژوندي وو خو له بده مرغه چې دا ټول د اسرائیلو لخوا په بې رحمۍ سره ووژل شول . د اوږدو کلونو راهیسې روانه د اسرائیلو د نسل وژنې او اشغال پالیسي باید نور پایته ورسیږي.
سټار ورځپاڼې "د موټرو صادراتو کې ریکارډ زیاتوالی" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې د موټرو سکتور د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې د ۲۶ میلیارده ۹۳۳ میلیونه ۸۰۶ زره ډالرو صادراتو سره د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۳ سلنه وده کړې ده. د ویلو ده چې دا رقم د تورکیې د موټرو د سکتور د صادراتو تر ټولو لوړ رقم دی.
د ینې شفق ورځپاڼې "د تورکیې بریا په یونان کې انعکاسات موندلي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیه چې د موټرو او دفاعي صنعت په برخو کې د اکمالاتو او تولید له پلوه په نړۍ او اروپا کې د تولیداتو یو له مهمو مرکزونو باندې بدل شوی دی ، د یونان په رسنیو کې کې د پام وړ انعکاس موندلی دی. یوناني رسنیو د « مونږ خوب او خیال وینو، تورکان خپل خوب او خیال په حقیقت بدلوي» تر سرلیک لاندې خبرونه خپاره کړي دي. یوناني رسنیو لیکلي دي چې د موټرو د صنعت نه د تورکیې عواید ډیر زیات شوي دي او د لومړنیو پنځو سترو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی. په خبر کې راغلي دي چې په تورکیه کې د چین په پرتله هم ډیر موټرونه تولیدیږي.
د خبر تورک ورځپاڼې "په نړۍ کې د لسو سترو هیوادونو په منځ کې داخلیدو ته یو ګام پاتې دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د تورکیې د سوداګریزو سمندري بیړیو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: د تورکیې د سوداګریزو سمندري بیړیو شمیر ۵۲.۷ میلیونه ټنو ته رسیدلی چې په نړۍ کې ۱۱م ځای لري. تورکیه پدې برخه کې د نړۍ تر ټولو سترو لسو هیوادونو په منځ کې داخلیدو ته یو ګام پاتی دی.
صباح ورځپاڼې "بیرقدار: موږ په عراق کې په دریو برخو کې د تیلو لټون کوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چې دوی غواړی په لیبیا او بصره کی ډیر فعال شی، د عراق په دریو ساحو کی تیل استخراج په خاطر پلټنې دوام لري.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟