د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
ایران په نهایت کې خپل "ستراتیژیک صبر" پریښود او پر اسرائیل یې د بالستیک توغندیو سره بریدونه وکړل. په وروستیو میاشتو کې، ایران د اسرائیلو تیرو ته د ځواب د نه ورکولو او یا د احتمالي جګړې نه د ډډې کولو سره په واقعیت سره چې اسرائیلو د پرله پسې بریدونو سره مخامخ شو.
خو اسرائیلو کله چې یو ګام نور هم مخ ته لاړل او په لبنان کې د حزب الله د ډلې په مشرتابه باندې بریدونه وکړل ، د ایران د صبر کاسه ډکه شوه او د ځواب ورکولو نه پرته بله لاره او چاره نه درلوده. ایران د اسرائیلو د تیرو په ځواب کې پر اسرائیلو څه باندې ۲۰۰ بالستیک توغندي وویشتل. البته، دا برید به هم د پام وړ پایلې ولري.
د تورکیې د سیاسي اقتصادٍي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
ایران بالاخره خپل "ستراتیژیک صبر" یوې خوا ته پریښود او د اسرائیلو پر خلاف يي اقدام وکړ. ایران د اسرائیلو د پرله پسې تیریو پر وړاندې ځان غلی نیولی وو او د صبر نه کار اخیسته، د اسرائیلو وروستیو بریدونو بیا دا د صبر کاسه ډکه کړه .
ایران د اسرائیلو لخوا په لبنان کې د حزب الله په مرکزي دفتر د برید سره ددې ډلې د مشر حسن نصرالله په ګډون د ګڼشمیر مشرانو د وژلو سره پر اسرائیلو د بالستیک توغندیو سره برید وکړ. ایران د لومړي ځل لپاره پدې برید کې د خپل هایپرسونیک توغندیو نه هم کار واخیست. ایران اعلان وکړ چې د اسرائیلو په پلازمینه تل ابیب او یو زیات شمیر ښارونو کې په پوځي هدفونو څه باندې ۲۰۰ توغندیو سره برید وکړ چې ۹۵ سلنه توغندي خپل هدف ته رسیدلي دي.
د ویلو ده چې اسرائیلو او امریکا بیا ویلي دي چې د ایران لخوا پر اسرائیلو د توغول شوو توغندیو ډیری برخه يی په هوا کې شنډ او له منځه وړي دي. ویل کیږي امریکا ددې توغندیو د شنډولو په برخه کې د اسرائیلو سره ډیره زیاته مرسته کړې ده.
خو ددې سره سره ډیری توغندي په هدفونو لګیدلي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې ایران د اسرائیلو د نیواتیم هوايي اډې، ټیل نوف او نیتیووټ اډې، چیرته چې د اسرائیلو اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې شتون لري په نښه شوي دي. د دې په اړه بصري تاییدات هم شتون لري. په هرصورت، دا مهال معلومه نه ده چې هډې څومره زیانمن شوي او ایا الوتکو او په ځانګړې توګه اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو ته کوم زیان رسیدلی او که نه . دا باید هیر نکړو چې اسرائیل نظامي سانسور تمرین کوي ، او ځینې سرچینې دا ادعا هم کوي چې اسرائیل د برید نه مخکې ۵ ټانکر الوتکې او ګنشمیر اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو ته الوتنه ورکړې وه تر څو زیان ونه ویني. اسرائیل دم ګړۍ په سیمه کې د خپلو زیانونو د پټولو لپاره د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي او حتا خبري رسنیو ته رسیمې ته نږدې کیدو اجازه هم نه ورکوي. خو په راتلونکو ورځو کې د سټلایټ عکسونو سره د برید له امله رامینځته شوي زیانونه په روښانه ښکاره شي ، مګر دا روښانه ده چې دا ځل ایران واقعیا اسرائیل په نښه کړل. اسرائیل ادعا کوي چې د جدي ناسمو معلوماتو او پروپاګند په کولو سره یې کوم جدي زیان نه دی لیدلی. هغه یو ډول رواني جګړه کوي. په هرصورت، دوی دا هم په ډاګه کوي چې دوی به ډیر سخت ځواب ورکړي.
بې له شکه چې د ایران دغه زړه بوږنوونکي برید به پایلې ولري. تر ټولو لومړی د مقاومت د محور د اجزاوو او په ځانګړې توګه د حزب الله پر ځان باور تازه شو او دوی ولیدل چې ایران یې تر شا ولاړ دی. دا په ځانګړي ډول په داسې وخت کې ارزښت لري چې اسرائیل هڅه کوي د ځمکې له لارې په سویلي لبنان برید وکړي. حزب الله باید ژر تر ژره د خپل قوماندې کچه نوي کړي او په میدان کې مقاومت وښيي. دویم دا چې ایران خپل جاسوسي ځواک بیا جوړ کړی او اوس توپ د اسرائیلو په میدان کې دی. دواړو هیوادونو ګواښ دی چې د دوی ځواب به ډېر سخت وي.
اسرائیل تیره ورځ اعلان وکړ چې د ایران پر ضد يي د برید پریکړه کړې ده . که چیرې اسرائیل دا برید وکړي ایران مجبوره دی چې بیرته ددې برید ځواب ورکړي.
د ویلو ده چې په سیمه کې د اسرائیلو او ایران ترمنځه د مخامخ جګړې د پيلیدو په حال کې د امریکا دریځ هم ډیر مهم دی. که چیرې امریکا د اسرائیلو پر پلوي پدې جګړه کې مخامخ مداخله وکړي او ګډون وکړي دا به یوه سیمه ایزه جګړه پیل کړي.
موږ په خورا حساس او تاریخي پړاو کې قرار لرو. د ویلو ده چې په غزه او لبنان کې د اسرائیلو لخوا د روان قتل عام د مخنیوي پرته په سیمه کې د سولې او امنیت ټینګښت ناممکن دی.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟