د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د کاستامونو ولایت د ازادوای د ولسوالۍ اړوند د یو ډول ځانګړو سیمه ایزو جامو په اړه لنډ معلومات درکوو چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو لست کې شامل شوی دی.
لومړی راځۍ چې د کاستامونو ولایت وپیژنو چې د تورکیې په کومه سیمه کې موقعیت لري.
د کاستامونو ولایت د تورکیې د تورې بحیرې په سواحلو کې موقعیت لري. د کاستامونو ولایت د یو ډول ځانګړو جامو سره چې خپل نوم يي ددې ولایت د ازادوای ولسوالۍ نه اخیستی دی شهرت لري.
د ویلو ده چې دا جامې ددې ولسوالۍ د ښځو لخوا په لاس تولیدیږي . دا جامې د ورځني ژوند او ځانګړو ورځو لپاره په جلا جلا تولیدیږي. دا جامې په اصل کې د سیمې د تاریخ او کولتور ښکارندويي . "ازادوای جامې " په ۲۰۲۰ کال کې د تورکیې د جغرافیایي پلوه راجستر شوي محصولاتو په لست کې د ولسوالۍ د ښاروالۍ په غوښتنلیک شامل شو. د ازادوای جامې د څو پارچو لکه خولۍ، بالاتنه ، شلوار، واسکټ ، د ملا تړولو دسمال او چپن نه جوړې دي.
ددې جامو تر ټولو مهمه ځانګړتیا د ښځو د مدني حال ښکارندويي هم کوي. همداشان دا جامې داسې ځیني نښې لري چې ښايي چې دا مجرده ده او که واده شوې.
د ویلو ده چې دا جامې ددې ولسوالۍ د ښځو په لاسونو تولیږیي. د ویلو ده چې ددې جامو هره پارچه جلا جلا تولیدیږي او وروسته په ډیر ځانګړي مهارت د چرمو، مریو او شیشو سره سینګار کیږي.
دا سپین او سور رنګه ټکرانو نه تولیدیږي. د جامو په بالا تنه او چپن کې د سپین، تور، زیړ او د موسم د تازه رنګونو نه کار اخیستل کیږي.
ویل کیږي دا جامې د سیمې د ګرځندوی د عایداتو اصلي سرچینه ده. ډیری ګرځندویان د همدې جامو لپاره دې سیمې ته راځي .
ویل کیږي ددې جامو ګنډل هم ډیر زیات وخت ته اړتیا لري. یوه جوړه جامې په پوره یو میاشت کې ګنډل کیږي.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟