د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي په یوه حساس وخت کې انقرې ته یو مهم سفر وکړ. دا سفر په داسې حال چې نړۍ او سیمه د ډیرو مهمو پرمختګونو شاهدي کوي ، قاهرې ته د ولسمشر اردوغان له سفر وروسته ترسره کیږي. د تورکیې او مصر ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره سیاسي اراده شتون لري، دواړه خواوې غواړي له زیان زیان پالیسۍ پر ځای په ګډو ګټو او ننګونو تمرکز وکړي.
د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي انقرې ته خورا مهم سفر وکړ. دا سفر چې پدې حساس وخت کې ترسره کیږي، په اصل کې د ولسمشر اردوغان لخوا د روان کال د فبروري په ۱۴ مه نیټه قاهرې ته د ترسره شوي سفر په ځواب کې ترسره شوی دی.
تورکیې د ۲۰۱۳ کال د کودتا په اړه چې په مصر کې تر سره شوه، ډیر سخت غبرګون وښود او په دې بهیر کې دوه اړخیزې اړیکې ډیرې خرابې شوې. په داسې حال کې چې هیوادونو خپلې بهرنۍ تګلارې د یو بل په وړاندې طرحه کړې، دوی د متقابلو ګټو پر ځای د زیان زیان پالیسي غوره کړې وه. په هرصورت، دواړه هیوادونه اړ شول چې په خپلو موقفونو بیاکتنه وکړي.
په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو پر وړاندې سترې ننګونې شتون لري، د دواړو هېوادونو ترمنځه د اړيکو نورمالول په یوې جدي اړتیا بدل شول. لوی ننګونې شتون لري، په ځانګړې توګه د مصر لخوا تجربه شوي اقتصادي ستونزې او په ایتوپیا کې د هادیس بند مسله. د اکټوبر له اوومې وروسته د غزې په تړانګه د اسرائیلو اشغال او هلته یې د نسل وژنې پیلول، البته د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کولو لپاره یو مهم محرک او لامل وو.
توركيې په حقيقت كې د سيمې له هېوادونو سره د خپلو اړيكو د عادي كولو لپاره سياسي اراده وښوده چې له ډېرې مودې راهيسې ورسره ستونزې لرې. دا هیوادونه لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات او مصر دي. په دې برخه کې، دا ویل کیدی شي چې د تورکیې او مصر په اړیکو کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د یو سلسله مهمو پرمختګونو شاهدي کوو. د اړیکو د عادي کولو لپاره، تخنیکي پلاوي جوړ شول او خبرې اترې پیل شوې. دا طرز عمل، چې موږ یې د تحلیلي سیاست په نوم بولو، موخه یې ستونزې په څو برخو ویشل او دانه دانه حل کول دي، چې پدې برخه کې بریالي هم شو. په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فیفا د نړیوال جام د پرانستې په مراسمو کې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي تر منځ لاس د اوږد ځنډ نه وروسته د لومړي ځل لپاره لاس ورکول د فوټبال د ډیپلوماسۍ په توګه وړاندې شو. د فبرورۍ په ۱۴ مه قاهرې ته د اردوغان سفر په اړیکو کې یو نوی باب پرانیست او په ډېرو موضوعاتو کې مهم تړونونه لاسلیک شول. اوس ویلای شو چې انقرې ته د عبدالفتاح سیسي سفر د همدې بهیر بشپړونکی و.
انقرې ته د سيسي د سفر په ترڅ کې په ګڼو برخو کې مهم تړونونه لاسليک شول، لکه په قاهره کې چې لاسلیک شوي وو. په داسې حال کې چې دواړه خواوې په اقتصادي لحاظ د یو بل د ملاتړ اراده څرګندوي، دوی غواړي د دوه اړخیزه سوداګرۍ حجم ۱۵ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي. یوځل بیا، د دفاعي صنعت او انرژۍ په برخو کې جدي ظرفیت شتون لري.
اصلي ګډې ننګونې اوس مهال په غزه کې نسل وژنه او د اسرائیلو پراختیایي پالیسۍ دي. په غزه کې د دایمي اوربند د رامنځ ته کولو، د اشغال پای ته رسولو او اسرائیلو ته د خپلو جنایتونو د قیمت د پرې کولو په شان موضوعاتو کې ګډ اقدام روان دی. یو ځل بیا، مصر د تورکیې لخوا غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې خورا مهم دی، پدې معنی، د اړیکو نورمال کول به تورکیه په اسانۍ سره غزې ته ورسوي. یوځل بیا، د جګړې د سیمه ایز کیدو احتمال او په سیمه کې د امریکا د نظامي حضور زیاتوالی هغه مسلې دي چې دواړه هیوادونه باید په اړه ګډه عمل وکړي.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟