افغان حکومت : د امریکا سره بندیانو تبادلې ته چمتو یو خو امریکا تر اوسه کوم ګام ندی اوچت کړی

افغانستان حکومت  ویلي چې دوی چمتو دي چې د امریکا متحده ایالتونو سره بندیان تبادله کړي، خو د امریکا ادارې تر اوسه په دې اړه کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

2230701

د افغانستان د لنډمهاله حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا او افغانستان ترمنځ د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه له امو ټلویزیون سره خبرې وکړې.

مجاهد وویل چې د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه خبرې روانې دي خو تر اوسه یې مثبته پایله نه ده ورکړې.

"موږ په افغانستان کې د بندي امریکایانو په بدل کې د ګوانتانامو څخه د افغان بندیانو د خوشې کولو وړاندیز کړی دی، خو امریکا تر اوسه اقدام نه دی کړی."

د جورج ګلیزمن، رایان کاربټ او محمود شاه حبیبي د خوشې کولو لپاره چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې بندیان دي، د دواړو خواوو ترمنځ له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې دي.

مخکې له دې په مختلفو رسنیو کې راپور ورکړل شوی و چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د افغانستان په زندانونو کې د زنداني امریکایي اتباعو د خوشې کولو په بدل په ګوانتانامو کې د زنداني محمد رحیم الافغاني د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه