د پاکستان لخوا پر افغانستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۶ تنو ته لوړه شوه
د افغانستان حکومت اعلان کړ چې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا په افغان خاوره په هوايي بریدونو کې د مړو شمیره ۴۶ تنو ته لوړه شوې ده .
د افغانستان حکومت اعلان کړ چې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا په افغان خاوره په هوايي بریدونو کې د مړو شمیره ۴۶ تنو ته لوړه شوې ده .
د افغانستان د لنډمهاله حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
فطرت وویل چې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا په افغان خاوره په ترسره شوو څلورو هوايي بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
فطرت وویل چې ډېر کورونه ویجاړ شوي او د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.
د ویلو ده چې وړمه ورځ د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت ځینې سیمې بمبارۍ کړې.
افغان چارواکي وايي په دغه برید کې ملکي وګړي په نښه شوي، خو د پاکستان حکومت کوي چې په هوايي بریدونو کې د پاکستان د حکومت پر ضد جنګېدونکي پاکستاني طالبانو (TTP) څلور مرکزونه په نښه کړي دي.
د افغانستان د لنډمهاله حکومت دفاع وزارت له پېښې وروسته په خپله اعلامیه کې ویلي و چې دا بریدونه نړیوال معیارونه تر پښو لاندې کوي او "بې ځوابه به پاتې نه شي."
د افغانستان د چارواکیو ددې بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې داسې ښکاري چې ځینو اوس هم د افغانستان له تاریخ څخه درس اخیستی ندی.