په غزني کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پیښو نږدې ۱۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په غزني ولایت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه ۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
![په غزني کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پیښو نږدې ۱۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/fb02/6a0c/8f8b/6763f512a9f91.jpg?time=1738781937)
د افغانستان په غزني ولایت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه ۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
افغانستان د رسنیو د خبر له مخې لومړنۍ پیښه تېره شپه د غزني او قندهار په لویه لار د مساپر وړونکي بس او تیلو ټانکر د جنګیدو په نتیجه کې رامنځته شوه. همداشان دویمه پیښه بیا غزنې ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند په ناني سیمه کې د یو مساپروړونکي بس او ټیلر لارۍ د جنګیدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
د غزني د عامې روغتیا ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښو کې ۵۲ تنه مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.
د يادونې ده، چې دواړه ترافيکي پېښې د کابل کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې او د يادونې ده، چې يو مسافر وړونکى بس د تېلو له ټانکر سره او بل مسافر وړونکى بس له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر شوى دى.
د افغانستان د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تسلیت په پیغام کې ویلي چې اړوندو بنسټونو ته یې لارښوونه کړې چې د پېښې د څرنګوالي په اړه ژر تر ژره څېړنه وکړي.