تورکیې په مزار شریف کې یو عصري ښوونځی جوړ کړ
د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې ( تیکا ) د افغانستان په مزار شریف کې د زده کوونکو لپاره په عصري معیارونو برابر یو لومړنی ښوونځی جوړ کړ.
د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې ( تیکا ) د افغانستان په مزار شریف کې د زده کوونکو لپاره په عصري معیارونو برابر یو لومړنی ښوونځی جوړ کړ.
د تیكا د مزارشريف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د خالد بن وليد ولسوالۍ د محجوبه هروي لومړنی ښوونځی چې ۱۵۰۰ زده كوونكي لري او تر اوسه پورې په یو کرايي او زړې ودانۍ کې فعالیت کولو ، د نوموړو زده کوونکو لپاره د عصري معیارونو سره د ښوونځي نوې ودانۍ جوړه کړه.
همداشان د ښوونځي اطراف او بڼ هم په عصري توګه جوړ شوي دي.
ددې سربیره د ښوونځي ټول اړتیاوې او تجهیزات تهیه شوي او ښوونځي ته سپارل شوي دي.
د ښوونځي د پرانستلو په مراسمو کې په مزار شریف کې د تورکیې جنرال قونسل قاسم کبان ، د بلح ولایت مرستیال والي نور الهادي ابو ادریس، د مزار شریف د تخنیکي دفتر همغږي کوونکي میکایل تاش دیمیر، د بلح د پوهنې رئیس مفتي محمد شریف ابو عاصم عثماني او ګڼ شمېر ښوونکو، والدینو او زده کوونکو ګډون کړی و.
په مزارشريف د توركيې جنرال قونسل کبان په خپلو خبرو كې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو تاريخي او فرهنګي ارزښتونو پر اهميت ټينګار وكړ.
کبان وویل چې له افغانستان سره د تورکیې مرستې د هر ډول حساب او تمو سره نه دي.
"که څه هم تورکيه او افغانستان ګډې پولې نه لري، خو د دوو دوستو ګاونډيو هېوادونو په پرتله ډېرې پرمختللې اړيکې لري."
د ټیکا مزار شریف د دفتر همغږي کوونکي تاش دیمیر وویل چې دغه دفتر له ۲۰۰۵ کال راهیسې د افغانستان په شمال کې شاوخوا ۲۰۰ پروژې پلې کړي، چې تر ۶۰ ډېرې یې د پوهنې په برخه کې دي او د نوي پرانیستل شوي ښوونځي په ګډون یې په ټولیزه توګه ودانۍ جوړې کړې دي. د نني ښوونځي په ګډون ۵۱ ښوونځیو د جوړولو سره افغان زده کونکو ته خدمتونه وړاندې کړي.
افغان چارواکو د ټيکا او تورکيې له دې مرستې مننه وکړه.
د بلخ مرستيال والي ابو ادريس وويل "د تورکيې دولت او خلک تل له افغانانو ترڅنګ دریدلي دي، نه يوازې د پوهنې په برخه کې بلکې په هره برخه کې يې مرستې کړې دي."
له مراسمو وروسته ښوونځي په خپله نوې ودانۍ کې ښوونیز فعالیتونه پیل کړل.
اړوند خبرونه
په غزني کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پیښو نږدې ۱۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په غزني ولایت کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه ۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.