جرمني یوشمېر افغان کډوال ډیپورت او بیرته افغانستان ته ولیږل

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هیبستریت په خپور کړي بیان  کې ویلي چې هېواد یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره افغان کډوال ډیپورت کړل.

2181621
جرمني یوشمېر افغان کډوال ډیپورت او بیرته افغانستان ته ولیږل

جرمني یوشمېر افغان کډوال ډیپورت کړل.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هیبستریت په خپور کړي بیان  کې ویلي چې هېواد یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره افغان کډوال ډیپورت کړل.

هیبستریت چې د ډیپورت شوو افغان کډوالو د شمیرې په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده، څرګنده کړه چې دا ټول هغه افغانان دي چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود او د اخراج پرېکړه یې هم  شوې وه.

هیبستریت د دې په ټینګار سره چې د جرمني حکومت به د دې ډول بیرته ستنولو په اړه خپل هوډ ته دوام ورکړي، وویل، "د جرمني امنیتي ګټې د مجرمینو او خطرناکو کسانو د ساتنې ګټو څخه ډیرې مهمې او لوړې دي."

د شپیګل مجلې د خبر له مخې، ۲۸ تنه افغان اتباع نن سهار له لایپزیګ ښار څخه د الوتکې په وسیله کابل ته واستول شول.

ویل شوي چې هر افغان ته ۱۰۰۰ یورو ورکړل شوي او په الوتکه کې ورسره یو ډاکټر هم و.

په خبر کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته  دا لومړی ځل دی چې هغه افغانان چې په جرمني کې مجرم بلل شوي وو بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.



اړوند خبرونه