د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2217737
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

یني شفق ورځپاڼې  "د روان  کال د ملي امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د سوریې پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سوریې رژیم باید له خپلو خلکو او مشروع اپوزیسیون سره جوړجاړی وکړي. په اعلامیه کې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د تورکیې ملاتړ ته پاملرنه شوې ده.

 

حریت ورځپاڼې "د تورکیې ملي دفاع وزارت: موږ اجازه نه ورکوو چې PKK/YPG ترهګریز سازمانونه  د سوریې د بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت ویلي، "موږ به د PKK/YPG ترهګریز سازمان ته چې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او زموږ د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی، اجازه ورنکړو  چې په سیمه کې له بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کړي."

 

صباح ورځپاڼې "د ټکنالوژۍ وزیر: د نړیوال نظامي ډرون الوتکو بازار ۷۰ سلنه د تورکي شرکتونو په لاس کې دی" د سرلیک لانډې لیکلي دي ، د تورکیې د صنایعو او تکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل  چې د نړۍ ۷۰ سلنه پوځي الوتکو بازار د تورکي شرکتونو په لاس کې دی. هغه زیاته کړه  په مناسب وخت کې د دفاعي صنایعو د تمثیل بدلونونو په نیولو سره، موږ خپل هیواد د پرمختګ په لور روان کړی دی. د پوځي ډرون الوتکو  په تولید کې تورکیه د نړۍ تر ټولو مخکې هیواد دی."

 

د سټار ورځپاڼې " د اروپایي اتحادیې لخوا د تورکیې  تایید" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي وویل ، په تورکیه کې  "د چرګانو د غوښې پروسس کولو ۸ تاسیسات به وکولی شي اروپايي ټولنې پروسس  شوي چرګانو غوښې صادر کړي . اروپايي ټولنې دا مسئله تایید کړې ده .

 

د وطن ورځپاڼې "انتالیا ته د D-8 سیاحتي ښار جایزه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی اعلان وکړ چې انتالیا ته د  D-8  لخوا د ۲۰۲۵ کال سیاحتي ښار جایزه ورکړل شوې.ایرسوی وویل "زموږ دا ځانګړی ښار چې خپلو سیلانیانو ته د طبیعي ښکلاګانو سره د کلتوري شتمنیو په ترکیب سره یو نه هیریدونکې تجربه وړاندې کوي ، نه یوازې په تورکیه کې بلکه په نړۍ کې به یو له غوره ګرځندوی مرکزونو څخه وي."



اړوند خبرونه