د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2197458
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: نانیاهو نړیوال نظم ته ګواښ دی، پر اسرائیلو باید لازم فشارونه واچول شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان په هغه خبري غونډه كې چې په البانيا كې يې د لومړي وزير راما سره  ګډون کړی وو وويل: د نتنياهو حكومت اوس نړيوال نظم ته ستر ګواښ دی، په غزه كې له يو كال راهيسې نسل وژنه د ټول بشريت ګډ شرم دى. د همدې امله پر اسرائیلو باید ددې روانې نسل وژنې د درولو په خاطر فشار راوړل شي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "د اردوغان لخوا پر نړۍوالې ټولنې غږ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  تورکیې ولسمشر اردوغان  د البانیا په پلازمینه تیرانا کې  د نمازګاه  د جومات د پرانستلو په مراسمو کې  په خپله وینا کې  نړۍوالې ټولنې ته  په خطاب کې وویل چې  د اسرائیلو په وړاندې  دریدل  یو صادقانه مسئولیت دی.

 

د سټار ورځپاڼې  "د تخلیې د  عملیاتو لومړی پړاو بشپړ شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

تورکیې د اسرائیلو لخوا پر لبنان د بریدونو له امله ددې هیواد نه د خپلو اتباعو د تخلیې عملیات ترسره کړل. د تورکیې دوه سیمندري کښتیو چې له دې خوا يي لبنان ته بشري مرستې انتقال کړې ، له هغه خوا نږدې دوه زره تنه تورکي اتباع چې د لبنان نه وتو په خاطر يي مراجعه کړې وه هیواد ته راستانه کړې شول.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "په اروپا کې د توګ لپاره د فرصت وخت" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپايي ټولنې لخوا د چین پر بریښنایی موټرو د ګمرکي تعرفې د لوړولو له امله  د تورکیې د ځايي او ملي برېښنايي موټر لپاره یو ډیر ښه فرصت رامنځته شوی دی. د تورکیې د مقاماتو په وینا د تورکیې کورنی برېښنايي موټر توګ به ، د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د اروپا بازار ته عرضه شي. ددې سره به  سیالي به نوره هم ګړندۍ شي. برسېره پردې د ټوګ  د سیډان ماډل T10F  به هم بازار ته عرضه شي . ویل کیږي چې دا نوی ماډل د تیر ماډل په پرته ډیر جذاب دی.

 

صباح  ورځپاڼې "د کرنې له سکتور څخه د صادراتو ریکارډ" د سرلیک لانډې لیکلي دي ، د تورکیې د کرنې سکتور د ۲۶ عشاریه ۱  میلیارد ډالرو صادراتو  سره د جنوري - سپتمبر تر ټولو لوړ صادرات کړي دي.



اړوند خبرونه