د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر تورک ورځپاڼې ʺ تورکیه د لبنان او فلسطین د خلکو ترڅنګ ولاړه ده ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه. له غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې پر لبنان او فلسطين د اسرائيلو بريدونو ته په اشارې سره له نړيوالې ټولنې پدې برخه کې د هر څه عاجل اقدام کولو غوښتنه شوې ده.
حریت ورځپاڼې ʺ تورکیه به په سوریه کې د ترهګرۍ دهلېز ته اجازه ورنه کړي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د سوریې په خاوره کې د میشتو ترهګرو سازمانونو د شنډولو په موخه به تورکیه ډول فعالیتونو ته په پرلپسې توګه دوام ورکړي او هیڅ داسې پلان او دسیسې ته چې د تورکیې ملي امنیت ته زیان رسوي اجازه ورنکړي.
د سټار ورځپاڼې "د عمر چیلیک لخوا د سیمه ایز جګړې خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال او د دغه ګوند ویاند عمر چیلیک پر لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو په اړه وویل، که د نسل وژنې پالیسي بنده نه شي، ښايي سیمه ییزه جګړه پیل شي.
یني شفق ورځپاڼې "د قبرس ټاپو لپاره نیټه وټاکل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک اعلان وکړ چې دواړه خواوې به د اکتوبر په ۱۵ نیټه د قبرس په ټاپو کې سره وګوري. د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش د شمالي قبرس د تورکي جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار او د سویلي قبرس د ادارې مشر نیکوس هریسټودولیدیس ته بلنه ورکړې وه چې غیر رسمي مشورې وکړي.
صباح ورځپاڼې " ترکش ایرلانیز د نړۍ تر ټولو په لوی شرکت د بدلیدو پر لورې روان دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکش ایرلاینز د بورډ او اجراییوي کمیټې رئیس احمد بولات وویل چې دوی غواړي په ۱۰ کلونو کې د ۸۱۰ الوتکو سره د نړۍ څلورم لوی هوایی شرکت شي.