د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې ʺ اردوغان به د ۱۴م ځل لپاره د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان به د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ۱۴م ځل لپاره وينا وکړي. د وینا اصلي اجنډا به په غزه کې د اسرائیلو لخوا روانه نسل وژنه وي. ولسمشر اردوغان به په نړیواله ټولنه غږ وکړي چې د اسرائیلو د بریدونو په وړاندې ودریږي.
صباح ورځپاڼې ʺ فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال سلاکار باس حضور ته قبول کړ ʺد تورکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان پرون دامريکا متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال له سلاکار جان باس سره وکتل .
د خبر تورک ورځپاڼېʺ په سور او خړ کټګوریو کې مطلوب ترهګر له منځه یوړل شولʺ
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پرون په خپل بیان کې وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې دوه تنه ترهګر چې ویل کیږي پدې ترهګریز سازمان کې مهمې دندې درلودې د ځانګړو هدفي عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړل شول.
حریت ورځپاڼې ʺ د نړۍ د سترو شرکتونو په لیست کې څلور تورکي شرکتونو ځانی نیولی ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې څلور شرکتونه د "نړۍ د غوره شرکتونو - ۲۰۲۴" په نوملړ کې شامل شوي چې د نړۍ یو له معتبرو خبرونو او سیاست مجلې ټایمز لخوا چمتو شوی. سبانجي هولډینګ په لیست کې ۴۰۵ ځای نیولی چې د تورکي شرکتونو په مینځ کې لومړی ځای لري.کوچ هولډینګ په لیست کې ۴۹۹ ځای ترلاسه کړی دی ، پداسې حال کې چې اق بانک ۸۲۰ او اینکا په ۸۸۷ ځای نیولی دی.
وطن ورځپاڼې ʺ د انتالیا په هوایی ډګر کې د مسافرینو ترافیک ریکارډ ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، انتالیا، چې سږکال یې د ګرځندوی په برخه کې د ټولو وختونو ریکارډ مات کړ، د اګست تر پایه پورې د ۱۱ عشاریه ۷ میلیون بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی، په داسې حال کې چې د انتالیا هوایی ډګر د مسافرینو ټول ټرافیک له ۲۶ میلیون ۶۲۸ زرو څخه ډیر دی.