ولسمشر اردوغان : په سوریه کې د تعث رژیم د نسکوریدو سره د سولې او امنیت دروازې پرانیستل شوي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، په سوریه کې د بعث د خونړي رژیم په ختمیدو سره د سولې او امنیت دروازې پرانیستل شوې دي.

2219643
ولسمشر اردوغان : په سوریه کې د تعث رژیم د نسکوریدو سره د سولې او امنیت دروازې پرانیستل شوي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، په سوریه کې د بعث د خونړي رژیم په ختمیدو سره د سولې او امنیت دروازې پرانیستل شوې دي.

ولسمشر اردوغان  د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت  د ورورولۍ  په پروګرام کې  وینا وکړه.

اردوغان هیله څرګنده کړه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ چې هر کال د ډسمبر په لسمه لمانځل کیږي د تورکیې او ټول بشریت لپاره په ځانګړې توګه د قرباني او مظلومو سیمو اوسیدونکو لپاره نیکمرغي راولي.

"موږ له هغو کسانو څخه چې زموږ دروازې ته راغلي دي پوښتنه نده کړې چې  'ایا تاسو ترک یاست، عرب که  کورد  یاست ، له هغو کسانو څخه چې له موږ څخه مرسته غواړي، موږ پوښتنه نه کوو چې  ایا ته مسلمان یې، مسیحي یې که  یهودي یې؟. په تورکیه کې له پناه غوښتونکو څخه د هغوې د رنګ ، دین ، مذهب او توکم په اړه پوښتنه نه کیږي. مونږ د کډوالو پر مخ  نه یوازې د خپل هیواد بلکې د  خپلو زړونو دروازې هم پرانستلې دي.  پرته له دې چې د اړو کسانو هویت، د هغوی عقیدې او یا د هغوی د پوستکي رنګ په پام کې ونیول شي.»

هغه دې ته په اشارې سره چې سوريه يو له هغو ځايونو څخه ده چې تورکيې د يوه هېواد او ملت په توګه د هغوې پر وړاندې د بشریت امتحان په برياليتوب ورکړی دی. هغه باور څرګند کړ چې په سوريه کې د سولې د فضا ريښه نيولې ده. دا پخپله په داوطلبانه توګه  د سوریې اتباع خپل هیواد ته د ستنیدو لامل کېږي. په سوریه کې د اسد رژیم د نسکوریدو سره د سولې او امنیت دروازې پرانیستل شوي دي.



اړوند خبرونه