ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر سره ولید

ولسمشر اردوغان : مونږ به د راتلونکو لسو ورځو په دننه کې د غلې دانې د دهلیز په اړه د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو سره خبرې اترې ګړندۍ کړو

1852413
ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر سره ولید

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تور سمندرګي کې د غلې دانې دهلیز په اړه وویل چې  "موږ به په یوه اونۍ - ۱۰ ورځو کې خپلې خبرې ګړندۍ کړو او هڅه به وکړو چې یوې پایلې ته ورسیږو."

ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو دراغي سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې پلازمینې انقرې ته راغلی  دی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د دوه په دوه  او بین الحکومتي سرمشریزې غونډې او د تړونونو د لاسلیکولو د مراسمو نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته وویل چې دوی د ښاغلي دراګي سره د همکارۍ فرصتونو په پراختیا تمرکز وکړ.

"د مدیترانې د دوو هیوادونو په توګه، موږ د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه د نظرونو تبادله وکړه. موږ ۹ تړونونه لاسلیک کړل چې په ډیرو برخو کې زموږ د اړیکو بنسټیز کول به پیاوړي کړي. له نیکه مرغه چې  زموږ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ورځ په ورځ ښه کیږي. د پراخې وبا ناروغۍ سره سره زموږ سوداګرۍ حجم تېر کال د ۳۴ سلنې په زیاتوالي سره ۲۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. زموږ د دوه اړخیزې سوداګرۍ یوه ځانګړتیا دا ده چې متوازنه ده، اوسنۍ شمېرې ښيي چې سږ کال به  موږ به په اسانۍ سره له ۲۵ میلیاردو ډالرو څخه تېر شو. "

ولسمشر  اردوغان  د غلې دانې په اړه د یو خبریال  د پوښتنې په ځواب کې وویل،  په ځانګړې توګه د تور سمندر دهلیز ډیر اهمیت لري.

د مسئلې په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دریځونه خورا اهمیت لري.

"موږ خپلو خبرو ته دوام ورکوو ځکه چې غله، که غنم  دي، وربشې او  غوړي، نړۍ بازارونو ته عرضه کول او رسیدل ډیر زیات اهمیت لري. د مثال په توګه، موږ دا مهال له ناحیې کومه ستونزه نلرو، مګر په نړۍ کې ستونزه شتون لري." په ځانګړې توګه په افریقا کې، یوه جدي ستونزه ده او موږ په دې برخه کې له دواړو مشرانو سره خبرې کوو، موږ غواړو چې یو منځګړي او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې له ښاغلي انتوني ګوتریش د خبرو او مشورو په صورت کې دا بحیر پر مخ یوسو.

 

له بلې خوا ماریو دراغي وویل چې د تورې بحیرې په سیمه کې د غلو د دهلیز د پرانستلو لپاره د انقرې هڅې د ستایلو وړ دي او تورکیه په هغه پلان کې مرکزي رول لري چې ملګري ملتونه یې د دهلیز په اړه کار کوي.

اردوغان د یکشنبې په ورځ د ایټالیا په شمال ختیځ کې د الپس په سیمه کې د یخبندان د یوې لویې کتلې  د راغورځیدو په پایله کې د ژوند د لاسه ورکړو کسانو په اړه  خواخوږۍ څرګنده کړه  او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه. اردوغان وویل چې زه د میلمه لومړي وزیر نه غواړم تیره میاشت په توسکني کې د يوې چورلکې د لوېدو وروسته چې په ترڅ کې يې ٤ ترکي اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړ د ایټالیوي مقاماتو د ډیرې زیاتې همکارۍ او حسن نیت له امله ، مننه وکړم.

ولسمشر اردوغان وروسته د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو دراګي په ویاړ رسمي میلمستیا جوړه کړه.



اړوند خبرونه