تورکیې پر اوزبیکستان د اعتدال غږ وکړ.

تورکیه : مونږ پوره باور لرو چې د اوزبیکستان حکومت او ملت رامنځته شوي دا اختلافات او ستونزې به د اعتدال ، سولې او ثبات په فضا کې په ډیرې ښې بڼې سره حل کړي."

1852043
تورکیې پر اوزبیکستان د اعتدال غږ وکړ.

تورکیې پر اوزبیکستان د اعتدال غږ وکړ.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د اوزبیکستان د قره قالپاقستان په خودمختار جمهوریت کې د رامنځته شوو پيښو په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې " مونږ پوره باور لرو چې د اوزبیکستان حکومت او ملت رامنځته شوي دا اختلافات او ستونزې به د اعتدال ، سولې او ثبات په فضا کې په ډیرې ښې بڼې سره حل کړي."

د وزارت له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د اوزبیکستان د قره قالپاقستان په خودمختار جمهوریت پرمختګونه له نږدې څاري او "موږ د خپل ستراتیژیک ملګري، دوست او ورور هیواد  اوزبیکستان چې ګډ تمدن ، کولتوري او تاریخي اړیکې ورسره لرو، ثبات او سوکالۍ ته ډیر اهمیت ورکوو.

اوزبیکستان د قره قالپاقستان په خودمختار جمهوریت کې په وروستیو پیښو کې د وژل شوو کسانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.

مونږ پوره باور لرو چې د اوزبیکستان حکومت او ملت رامنځته شوي دا اختلافات او ستونزې به د اعتدال ، سولې او ثبات په فضا کې په ډیرې ښې بڼې سره حل کړي.

د ویلو ده چې د جولای په لومړۍ نېټه په قره قالپاقستان  کې اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د اوزبیکستان په اساسي قانون کې د قره قالپاقستان  د خودمختاره جمهوریت د حیثیت په اړه د مادو د بدلون لپاره ځینې وړاندیزونه وشو.دې وړاندیزونو د قره قالپاقستان د خود مختاره جمهوریت د خلکو سخت غبرګون وپارول او په مظاهرو يي لاس پورې کړ. له دې وروسته د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د قره قالپاقستان پلازمینې نوکس ته ولاړ او  له خلکو  سره یې وکتل او اعلان یې وکړ، چې د قره قالپاقستان د خود مختار جمهوریت په حیثیت کې به  هیڅډول بدلون راونولي.

 

په داسې حال کې چې مظاهرې دوام درلود، د میرضیایف له خوا د لاسلیک شوي فرمان سره سم د اګست تر دوهمې نیټې پورې د قره قالپاقستان  په خودمختاره جمهوریت کې بیړنی حالت اعلان شو.

د اوزبیکستان د لوی څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې په وروستیو پيښو کې  ۱۸ تنه وژل شوي، ۲۴۳ تنه ټپیان شوي او ۵۱۶ تنه نیول شوي دي.



اړوند خبرونه