د تورکیې اتلو وسله والو ځواکونو د پي کاکا ترهګري سازمان ته یو بل سخت ګوزار ورکړ

د تورکیې اتلو وسله والو ځواکونو ۲۹ تنه ترهګر له منځه یوړل

1850187
د تورکیې اتلو وسله والو ځواکونو د پي کاکا ترهګري سازمان ته یو بل سخت ګوزار ورکړ

د تورکیې د ملي دفاع وزارت  د سوریې په شمال کې د سولې چینې، زیتون څانګې او فرات ډال د عملیاتو په  سیمو کې د پي کاکا ترهګري سازمان د اړوند پي وای ډي او وای پي جي د ۲۹ تنو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ .

د تورکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د تورکیې اتلو وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د سولې چینې، زیتون څانګې او فرات ډال د عملیاتو په  سیمو کې د PKK/YPG  ۲۹  تنه  ترهګر چې تورکیې پر امنیتي ځواکونو او سیمې په بې ګناه خلکو يي بریدونه کول  له منځه یوړل.

په بیان کې راغلي دي چې دا ترهګرو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړل شوي دي.

تورکیې اتل وسله وال ځواکونه به په سیمه کې د وروستي ترهګرو د لمنځه وړو پورې د ترهګرۍ پر خلاف خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه