د  اروپا  د ناروغیو مخنیوي مرکز : د بیزو د چیچک ویروس خپریدو احتمال ټیټ دی

د اروپايي ټولنې په  ۹ غړیو هیوادونو کې  د بیزو د چیچک  ۶۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1831326
د  اروپا  د ناروغیو مخنیوي مرکز : د بیزو د چیچک ویروس خپریدو احتمال ټیټ دی

د اروپايي ټولنې په  ۹ غړیو هیوادونو کې  د بیزو د چیچک  ۶۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. په ۶۷ تنو کې دا ویروس  لیدل شوی او لویو کیتلو د دې ناروغۍ د خپریدو احتمال خورا ټیټ دی.

اروپايي ټولنې اړوند  د اروپا  د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز  چې ددینه مخکې په ۸ هیوادونو کې د بیزو چیچک د ۸۵ مثبتو پیښو د ثبتیدو نه خبر ورکړی وو په رقم کې اصلاحات راوستل او دا رقم يي ۶۷ ته راټیټ کړ.

اروپا  د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز  د خطر ارزونې له مخې  په اتریش، بلجیم، فرانسه، جرمني، ایټالیا، هالنډ، پرتګال، هسپانیه او سویډن کې د می د ۱۵ څخه تر ۲۵ مو نیټو  پورې د بیزو چیچک ویروس  پیښې لیدل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا ناروغي د اخته کس د مخاطي غشاء ، د  خراب شوي پوستکي او یا  د تنفسي څاڅکو  د اوږدې مودې د تماس له لارې بل کس ته انتقالیږي.

د  اروپا  د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز  رئیس انډیا امون د موضوع په اړه په یوه بیان کې وویل، "ډیری اوسنۍ پیښې لږې نښې لري. لوی نفوس ته د ناروغۍ د خپریدو احتمال خورا ټیټ دی."



اړوند خبرونه