په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۶۳۴۱ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1768293
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۴۱۸ زره او ۴۲۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۶۳۴۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۲۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۱ میلیونه ۹۸ زره او ۱۱۸  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۳۶۱ زره او ۲۷ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۲۹۹ زره او ۹۹۶ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۴ میلیونه ۴۸۸ زره او ۴۲۷ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه