په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۲  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۴۹۳۵ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1764041
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۲  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۲  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۴۰۳ زره او ۸۳۶  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۶۴۹۳۵ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۲۱۰۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۹ میلیونه ۵۷۸ زره او ۴۰۹  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۲۷۱ زره او ۸۳۲ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۱۵۵ زره او ۷۹۲ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۳ میلیونه ۵۷۳ زره او ۱۴۲ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه