په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۷  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۳۹۶۷ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1763181
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۷  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۷  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۸۴ زره او ۲۶۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۶۳۹۶۷۷ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۰۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۹ میلیونه ۷۱ زره او ۸۲۱  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۲۴۵ زره او ۲۱۴ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۱۱۲ زره او ۳۵۱ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۳ میلیونه ۲۵۹ زره او ۹۰۳ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه