د پروستات سرطان ناروغۍ د درملنې په اړه یو نوی امید او هیله پیدا شوه.
د پروستات سرطان ناروغۍ د درملنې په اړه یو نوی امید او هیله پیدا شوه. کیدای شي چې موندل شوی د درملنې دا نوی میتود پدې برخه کې یو ستر تحول رامنځته کړي.
د پروستات سرطان ناروغۍ د درملنې په اړه یو نوی امید او هیله پیدا شوه. کیدای شي چې موندل شوی د درملنې دا نوی میتود پدې برخه کې یو ستر تحول رامنځته کړي.
د هر څه مخکې باید ووایو چې د پروستات سرطان ناروغي په ځانګړې توګه د نارینو ترمنځه یو د خورا عام ډول څخه یادیږي. د بله پلوه د سرطان د ناروغیو نه د مړینو په برخه کې پروستات بیا په دویم کتار کې ځای لري. په انګلستان کې د پروستات سرطان ناروغۍ د درملنې په خاطر د تداوۍ یو نوې میتود کشف شوی دی چې کیدای شي چې ددې ناروغۍ په درمنله کې نوي امیدونه وزیږوي.
د درمنلې دا نوی میتود چې د ( نانو نایف ) په نامه مشهوره ده د برښنا د جریان سره ترسره کیږي. ددې درمنلې متخصصین پدې اند دي چې د تداوۍ دا نوی میتود به په ځانګړې توګه د پروستات په درملنې په برخه کې نوې هیلې راژوندۍ کړي. دا به ددې لوبې قواعدو ته تغیر ورکړي.
د ویلو ده چې پروستات سرطان د هغه پنځو سرطان ناروغیو د ډولونو نه یو دی چې تر ټولو ډیر ترینه ناروغان ژوند د لاسه ورکوي او تر ټولو ډیر عام دی .
په لومړي کتار کې د سګي سرطان، په دویم کتار کې بیا د تي سرطان، په دریم کتار کې کولمو سرطان، په څلورم کتار کې د پروستات سرطان او په پنځم کتار کې بیا د تروید سرطان دی.
ددې سربیره د پروستات سرطان بیا په نړۍ کې د نارینو تر ټولو ترټولو ډیر عام سرطان دی.
همداشان په ترسره شوو څیړونو کې ویل شوي دي چې په ځانګړې توګه د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پدې دوره کې د پروستات سرطان تشخیص کچه یوه څلورمې برخې ته راټیټه شوې ده .
دا په اصل کې یو ډیر ستر ګواښ دی.
د پروستات سرطان په تداوۍ کې ډیری د جراحي عملیاتو، راډیو ټراپي او د کیموټراپي نه کار اخیستل کیږي. خو دا موجود د تداوۍ ډولونه ډیر زیات جانبي تاثیرات لري.
اوس د تداوۍ د نوی میتود به د زرګونو تنو پروستات سرطان ناروغانو لپاره د هیلو نوې دروازې پرانیزي.
ملي روغتیايي سیستم د لومړي ځل لپاره د پروستات سرطان د تداوۍ لپاره یو مخکښ تداوۍ ډول نه کار واخیسته.
د ویلو ده چې د تداوۍ د دې نوې ډول سره هغه سرطاني تومورونه چې لاس رسی ورته ډیر ګران وي د لمنځه وړو په برخه کې کارول کیږي. څیړونکو هیله څرګنده کړې ده چې د تداوۍ دا نوې بڼه به د پروستات سرطان د درملنې په برخه کې یو ډير ستر تحول رامنځته کړي.
د کالج لندن پوهنتون د روغتون متخصصینو د تداوۍ ددې نوې بڼې نه د ډیرې اسانه، چټک او اغیزمنې تداوۍ په توګه چې جانبي تاثیرات يي هم ډیر کم دي یادونه کوي.
ددې نوي تخنیک سره د حجروي غشاء د پرې کولو سره تومور په ډیره چټکه توګه د برښنايي ضرباتو لاندې راوستل کیږي او له منځه وړل کیږي.
د تداوۍ دا بڼه د وجود نورو ارګانونو ته د ضرر رسولو د مخنیوي په برخه کې لا زیات د باور وړ ده .
تر ټولو زیات د خوښۍ خبره خو داده چې دا تخنیک یواځې د پروستات سرطان په تداوۍ کې نه بلکې په ټولو هغه سرطان ناروغیو په تداوۍ کې د استفادې وړ دی چې تورمونو ته يي لاس رسی ډیر ګران وي.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.