ترکیې هم د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ او استفادې ته چمتو کړ

د ترکیې د کرونا ویروس ضد ځايي‌ او ملي‌ واکسین ترکو واک د بیړنۍ استفادې لپاره اجازه ترلاسه کړه.

1751176
ترکیې هم د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ او استفادې ته چمتو کړ

د ترکیې د کرونا ویروس ضد ځايي‌ او ملي‌ واکسین ترکو واک د بیړنۍ استفادې لپاره اجازه ترلاسه کړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې جوړ شوی د کرونا ویروس ضد ځايي‌ او ملي‌ واکسین   ( ترک واک )  د بیړنۍ استقادې د اجازې د ترلاسه کولو نه وروسته د نورمالو تولیداتو د پيلولو په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې  ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې خپله وینا د دې واکسین د جوړولو او تولید په برخه کې زیار او زحمت ویستوونکو هر تن په جلا جلا توګه مننه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې  د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ ضد  واکسین جوړیدل او تولیدل یو ډیر مهم ګام دی. دا زمونږ د هیواد او ټولو لپاره ډیره مهمه خبره ده.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په دوره کې په هغه وخت کې چې ماسکونه  او طبي‌ توکي‌ او سامان الات نه پيدا کیدل د یو زیات شمیر هیوادونو سره خپل ماسکونه او طبي‌ تجهیزات او توکي‌ وویشل. همداشان د بهر نه مو ترلاسه کړي‌ د کرونا ویروس ضد واکسین هم د خپلو نږدې دوستو هیوادونو سره وویشه. خو په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین تولیدل یو ډیر مهم پرمختګ دی. انشاالله چې دا واکسین به هم د ټولې نړۍ او بشریت په اختیار کې ورکړو. د نورو سره به خپل دا واکسین وویشو.

د هیواد د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا بیا پډې مراسمو کې وویل چې ، د کرونا ویروس ضد ځايي‌ او ملي‌ واکسین ترکو واک  د بیړنۍ استفادې لپاره اجازه نن ترلاسه کړه.

ددې سره سم نن ددې واکسین په نورمالو تولیداتو پيل وشو. هغه وویل چې دادی ۵۰ کاله وروسته یو ځل بیا د ترکي‌ سایسنپوهانو لخوا د الف نه تر ی پورې یو واکسین یو ځل بیا تولید کړی شو. دا زمونږ د ټولو لپاره د افتخار او ویاړ ځای دی. د ژمنې سره سم  مو د نوي کال د پيلیدو نه مخکې د کرونا ویروس واکسین استفادې ته چمتو کړ. د بری زمونږ د ملت او د ټولو ګډ بری دی.



اړوند خبرونه