د فایزر د درملو شرکت دا ځل د کرونا ویروس درمل جوړ کړل

د فایزر د درملو شرکت ویلي‌ دي‌ چې د کرونا ویروس  کووید ۱۹ درمل تابلیتونه يي جوړ کړي‌ دي‌ او لومړني‌ ازمایښتونه يي په بریالیتوب سره سرته رسیدلي‌ دي.

1630691
د فایزر د درملو شرکت دا ځل د کرونا ویروس درمل جوړ کړل

 

نوموړي شرکت ویلي‌ دي‌ چې د روان کال تر پایه به دا درمل بازار ته عرضه کړي.

پداسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس کووید ۱۹ د واکسین د تدارک په اړه جنجالونه دوام لري‌ د فایزر درمل جوړولو شرکت د اجرائیوي‌ شورا رئیس د کرونا د درملو د جوړولو نه خبر ورکړ.

نوموړ‌ي ویلي دي‌ چې د کرونا ویروس د تداوۍ لپاره يي یو ډول ځانګړي تابلیتونه جوړ کړي‌ دي‌ چې د روان کال تر پایه به يي بازار ته عرضه کړي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې دا جوړ شوي‌ نوي‌ درمل به د مخکې د موندل شوو درملو نه لا په اغیزمنده توګه کار وکړي.

هغه وویل چې دا تابلیت د کرونا ویروس ناورغۍ په تداوۍ کې ډیر ګټور دي.

د فایزر شرکت د علمي‌ تحقیقاتو مشر میکیل دولستن بیا وویل چې PF-07321332  په نامه دا د کرونا ویروس تابلیت ناروغانو کې د کرونا ویروس د لومړنیو علایمو د څرګندیدو پر مهال پرته ددې چې روغتون کې بستر شي‌ او یا جدي‌ مراقبت لاندې ونیول شي‌ د ورکولو په خاطر جوړ شوي‌ دي.

دا تابلیت د انتي‌ ویرال درملو په څیر د انسان په وجود کې کار کوي. د انسان په وجود کې د ویروس د خپریدو مخه نیسي.

هغه وویل چې ددې درملو د لومړنۍ مرحلې ازمایښتونه  د مارچ په میاشت کې پایته ورسیدل.

درمل به د روان کال تر پایته بازار ته عرضه شي.



اړوند خبرونه