د روسیې د کرونا ویروس سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې تولید پيلیږي
ترکیې د درملو شرکت د روسیې د پانګوالۍ د صندوق سره د سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې د تولید په خاطر تړون لاسلیک کړ
روسیې د کرونا ویروس سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې د تولید په برخه کې د ترکیې سره تړون لاسلیک کړ.
د روسیې د مخامخ پانګوالۍ صندوق او د ترکیې د ویسکوران د درملو شرکت د سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې د تولید په برخه کې تړون لاسلیک کړ.
د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې دا واکسین به د ویسکوران د درملو د شرکت په فابریکو کې تولید شي.
همداشان په راتلوونکو میاشتو کې به ددې واکسین په تولید پيل وشي.
د ویلو ده چې د سپوتنیک ۵ واکسین د روسیې د ګامالیا ایپیدیمولوژي او مایکروبیولوژي ملي انیستیتیوت لخوا جوړ شوی دی.
د لانسټ طبي مجلې روان کال په پیل کې وویل چې د سپوتنیک ۵ واکسین د کرونا ویروس په مقابل کې ۹۱ عشاریه ۶ سلنه اغیزمن دی.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.