د روان میلادي‌ کال په دریمه ربع کې د ترکیې د اقتصادي‌ ودې ارقام اعلان شول

ترکیې د روان ۲۰۲۱ میلادي‌ کال په دریمه ربع کې ۷ عشاریه ۴ سلنه اقتصادي‌ وده کړې ده .

1740617
د روان میلادي‌ کال په دریمه ربع کې د ترکیې د اقتصادي‌ ودې ارقام اعلان شول

ترکیې د روان ۲۰۲۱ میلادي‌ کال په دریمه ربع کې ۷ عشاریه ۴ سلنه اقتصادي‌ وده کړې ده .

د ترکیې د احصایې ادارې د روان ۲۰۲۱ میلادي‌ کال د دریمې ربعې یعنې د جولای – اګست او سپټمبر د میاشتو اقتصادي‌ ودې ارقام خپاره کړل.

د احصایې ادارې لخوا د خپرو شوو ارقامو له مخې د روان کال په دریمه ربع کې د تیر کال همدې  ربع په پرتله ۷ عشاریه ۴ سلنه اقتصادي‌ وده کړې ده .

د ناخالصو کورنیو تولیداتو عواید  د برآورد له مخې  د روان کال په دریمه ربع کې ۳۵ عشاریه ۵ سلنې په ډیریدو سره یو تریلیون ۹۱۵ میلیارده او ۴۶۷ میلیونه ترکي‌ لیرو ته رسیدلي‌ دي.

په دریمه ربع کې کورني‌ ناخالص عوایدو ارزښت په امریکايي ډالرو ۲۲۵ میلیارده او ۴۹۷ میلیونو ته رسیدلي‌ دي.



اړوند خبرونه